که څه هم هېواد کې د جګړې تود ډګرونه ساړه شوي، خو له جګړې پاتې ناچاودې توکي او ماینونه لا هم د عامو افغانانو ژوند ګواښي.

د هلمند مرکز لښکرګاه ښار ختیځ کې «سرکار» سیمه چې د تېرو شلو کلونو پر مهال په‌کې سخته جګړه روانه وه، اوس یې اوسېدونکي وايي چې له جګړو پاتیو ناچاودو ماینونو یې ژوند سخت کړی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د یادې سیمې یوه اوسېدونکي عبدالباري سلام‌وطندار ته وویل چې دی او کلیوال يې پر یوه ښخ کړل شوي ماین وربرابر شول چې نوموړی ټپي، خو کلیوال یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

نوموړي وویل: «دلته ماینونه، سته چاودېدونکي توکي شته، لکه د راکېټ مرمۍ او بېلابېل نور چادېدونکي توکي، دلته هغه بله ورځ یو وطني سړي د یو نړېدلي دېوال له څنګ ماین راوکښی، پر ما او زما کلیوال ماین چاودنه وکړه، زه ټپي او کلیوال مې ژوند  له لاسه ورکړ.»

په ورته مهال د یادې سرکار سیمې نور اوسېدونکي هم شکایت کوي چې لا هم خپلو کرنیزو ځمکو او ورانو شویو کورونو ته په ډاډه زړه نشي ورتللی.

هلمند کې د سرکار سیمې ترڅنګ ګڼې نورې سیمې هم شته چې د اوسېدونکو په وینا يې، له جګړو پاتې ماینونه په‌کې شته چې د خلکو ژوند ته یې ستر ګواښ جوړ کړی دی.

په ورته وخت کې د هلمند اطلاعات او فرهنګ ریاست مرستیال محمدقاسم ریاض وايي، د ځینو اړوند بنسټونو په همکاري يې په بېلابېلو سیمو کې د عامه پوهاوي او ښخ کړل شویو ماینونو پیداکولو او شنډولو هڅي پیل کړي دي.

نوموړي وویل: «د ناچادو توکو د موندلو، شنډولو او د خلکو د ژغورلو لپاره هلمند کې د ماین پاکۍ موسسې کار کوي او ترڅنګ یې د هلمند امنیه قومنداني هم ځانګړې برخه ورته لري چې له موسساتو سره په ګډه کار کوي.»

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې څه موده وړاندې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولانو سلام‌وطندار ته ویلي و چې هره میاشت په اوسط ډول هېواد کې ۱۲۰ کسان له جګړو د پاتیو ناچاود توکو او ماینونو له کبله مړه او ټپیان کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام