د هېواد په شمال کې د جګړو پر دوام د جوزجان ولایت محلي چارواکي وایي چې جګړه د دغه ولایت د مرکز تر څنډو رارسېدلې او هره ورځ وسله‌وال طالبان تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې خلک اړ باسي چې خپلې مینې پرېږدي او نورو سیمو ته کډه وکړي.

 د جوزجان والي محمد هاشم رییس وایي، وسله‌وال طالبان په دغه ولایت کې پر خلکو له هېڅ راز ظلم او ستم څخه لاس نه اخلي او تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې د خلکو اوبه او ډوډۍ ترې لوټوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

 د جوزجان د والي په وینا، طالبان هره ورځ په لسګونه کورنۍ اړ باسي چې له خپلو مېنو کډه وکړي او د خلکو کرنیز محصولات او نور خوراکي توکي ترې راټولوي.
په ورته مهال د جوزجان والي وایي چې طالبانو د شبرغان ښار په یو‌شمېر کلیو کې د خلکو کروندې او کورونه ویجاړي کړي او پر اوسېدونکو یې سخت بندیزونه لګولي دي.
په همدې حال کې یو‌شمېر هغه کورنۍ چې طالبانو په زوره کډه کولو ته اړ اېستلي وایي، د شبرغان ښار څېرمو کلیو کې د طالبانو شتون د خلکو ژوند تریخ کړی او وضعیت ورځ تر بلې د ترینګلتیا پر لورې روان دی.
د دوی په خبره، طالبان پر کلیو بریدونه کوي او د خلکو ټول خوراکي توکي لوټوي او هغه کسان چې د دوی پر وړاندې مخالفت څرګند کړي، د دوی له لوري سزا ورکول کېږي.



طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د جګړې لمن د شبرغان ښار تر څنډو رارسېدلې او تراوسه په دغه ولایت کې د طالبانو پر وړاندې داسې عملیات نه دي شوي چې دغه ولایت د طالب جنګیالیو له شتون څخه پاک کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام