د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې لسګونو ښځو د طالبانو پر وړاندې مبارزې ته چمتووالی ښودلی دی. دوی وايي، د هېواد، په تېره د جوزجان د دفاع لپاره به له هېڅ راز هڅو مخ ونه ګرځوي. د دغو ښځو په وینا، د هېواد، خلکو او ملي ګټو دفاع یوازې د نارینه‌وو نه، بلکې د ښځو مسوولیت هم دی او ټول باید د طالبانو پر وړاندې ودرېږو.

د دغو ښځو قومندانه راضیه وايي، د هېواد د دفاع او د خلکو ساتنې په موخه یې وسلې اخیستې دي. هغه زیاتوي، اوس چې جمهوریت، د افغان ځواکونو ځای او د خلکو شرف او عزت له ګواښ سره مخ دي، د مبارزې ډګر ته یې را دانګلي او له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره به اوږه په اوږه د طالبانو پر وړاندې مبارزه کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

راضیه وايي: «د هېواد په لاره کې شهادت، عزت او سرلوړي ده او افغانستان په اوسنیو شرایطو کې ملي پیوستون او یو بل منلو ته ډېره اړتیا لري.»



په همدې حال کې د جوزجان والي محمدهاشم رییس هم وايي چې ګڼ‌شمېرو ښځو په دغه ولایت کې د امنیت ټینګښت او د خلکو د دفاع لپاره وسلې اخیستي او طالبانو پر وړاندې جګړې ته چمتو شوې دي. د هغه په خبره، د جوزجان د اوسېدونکو لپاره شاتګ یو ننګ دی.

 د سلام‌وطندار پښتو برخه پر ټویټر هم وڅارئ

بله‌خوا د جوزجان یوشمېر مدني فعالان وايي، اوس چې جمهوریت او ملي حاکمیت له ګواښ سره مخ دی، د ټولنې ټول لوري باید د طالبانو پر وړاندې ودرېږي. د دوی په وینا، همدا اوس د دغه ولایت سلګونه اوسېدونکي د جګړې ډګر ته تللي او له خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو سره یوځای د طالبانو پر وړاندې جنګېږي.

د طالب ډلې ویاند ذبېح‌الله مجاهد بیا وايي چې دولت په جوزجان کې ښځې او عام وګړي کاروي؛ په داسې حال کې ده چې د ده په خبره، د دې ډلې جنګیالي له ښځو او خلکو سره کار نه لري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام