د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي د معرفي کېدو غونډې ته وویل چې اوس د ۲۰۰۰م کال دوره نه ‌ده او اسلامي امارت نړۍ سره د ښو سیاسي او سوداګریزو اړیکو په لټه کې دي.

متقي وویل، هېواد کې دننه ولسونه سره یو شوي او که کوم لوری د فشارونو هڅه کوي، دوی به هم د اشغال دوره کې چې ځینې هیوادونه یوازې پاتې شول، یوازې پاتې شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هغه په وینا، افغانستان کې امن او سوکالي د ګاونډيو او نړۍ په ګټه ده او اسلامي امارت نړیوالو سره ښې اړیکې غواړي او ډاډ یې ورکړی چې افغانستان څخه به چا ته ګواښ نه پېښېږي.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر زیاته کړه، که نظام کې نیمګړتیاوې لرو، د وخت په تېرېدو سره به ښې شي.

په ورته وخت کې د اسلامي امارت د چارو ادارې سرپرست مولوي احمد‌جان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي د معرفي کېدو غونډې ته وویل، د اشغال دوره پای ته رسېدلې او اوس ټول هېواد کې اسلامي حاکمیت نافذ شوی دی.

هغه تمه وښوده چې ټول سوداګر او صنعت کاران د هېواد بیارغونې کې خپل اسلامي او ملي مسوولیت ادا کړي.

د اسلامي امارت د رییس الوزا مرستیال عبدالسلام حنفي هم د سوداګرۍ او صنعت وزارت د سرپرست معرفی کیدو غونډې ته وویل، هڅې روانې دي چې د هېواد اقتصادي ودې ترڅنګ د کابل او نورو ولایتونو د امنیت په برخه کې هم د پام وړ پلانونه پلي کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هغه له هېوادوالو وغوښتل، که څوک د طالب له نوم څخه په استفادې چاته زیان رسوي، باید دې مورد ته د رسېدو لپاره د امارت چارواکو سره همکاري وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام