په پام کې وه چې د افغان سولې په تړاو د استانبول غونډه د سیمې او نړۍ یوشمېر هېوادونو د استازو په ګډون د روانې اپرېل میاشتې په ۲۴مه جوړه شي، خو اوس چې یادې نېټې ته یوازې څو ورځې پاتې دي، داسې ګنګوسې دي چې دا غونډه ځنډېدلې او له روژې وروسته به جوړه شي.

ترکیې، قطر او ملګرو ملتونو په یوه ګډه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د استانبول غونډه وروستیو پرمختګونو ته په کتو او له ښکېلو اړخونو سره تر خبرو وروسته تر هغه وخته چې معناداره پرمختګ ته لازم شرایط برابر نه شي، ځنډېدلې ده.

د نړیوالو چارو یوشمېر شنونکي وايي، طالبان د استانبول غونډه کې په نه ګډون سره هڅه کوي چې ولسمشر غني منزوي او استعفا ته اړ کړي.

د دوی په خبره، طالبان په نظام کې د حکومت له قومي ښاخ سره پټ جدي سیالي لري او د دې ستونزې تر حل کېدو به خبرواترو ته حاضر نه شي.

د نړیوالو چارو شنونکی طارق فرهادي پر دې باور دی چې طالبان هغه مهال خبرو ته حاضرېږي چې بهرني ځواکونه وتلي وي او افغان حکومت هم کمزوری شوی وي.

د سیاسي چارو یو بل شنونکی باقر محسني بیا وایي، د طالبانو پټې خبرې به تر هغې دوام وکړي چې ولسمشر غني استعفا نه وي کړې.

د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني هم وايي چې افغانان د استانبول غونډې ته هیله‌مند دي، خو دا غونډه د داسې دلایلو له مخې چې د وړاندوینې وړ نه وو، ځنډېدلې ده.

د نوموړي په خبره، افغانان له ډېره وخته د ترکیې غونډې ته هيله‌مندي لرله او ورته په تمه وو، خو اوس چې ځنډېدلې، د خلکو اندېښنې یې ډېرې کړې دي.

رحماني په هېواد کې روانه جګړه ناروا بولي او له ښکېلو لوريو غواړي چې ژرترژره دا خبرې پیل او افغانانو ته د ارامه ژوند کولو فرصت ورکړي.

تر دې وړاندې د رویټرز خبري اژانس د سولې خبرواترو په اړه د باخبرو سرچینو له قوله راپور ورکړی و چې د استانبول غونډې د ځنډ لامل په دې ناسته کې د طالبانو نه ګډون دی.

ومو غوښتل چې د استانبول غونډه کې د طالب استازیو د ګډون یا نه ګډون په اړه د دې ډلې نظر هم ولرو، خو له پرله‌پسې اړیکو سره سره ونه توانېدو.

د استانبول غونډه د سولې او د افغانستان راتلونکې لپاره تر ټولو مهمه غونډه بلل کېږي چې د نړیوالې ټولنې له تمې سره سم په پام کې ده چې طالبان او افغان دولت په‌کې د جګړې پای او د سولې حکومت پر جوړېدو هوکړې ته ورسېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام