د تخار د مرکز تالقان ښار یوشمېر اوسېدونکي وايي، بېګاه د دغه ښار پر شاوخوا سخته جګړه روانه وه او خلک د وېرې له کبله له خپلو کورونو نه شوای راوتلی. د تالقان ښار اوسېدونکی زمری وايي، طالبانو بېګاه له څو خواوو پر دغه ښار برید کړی و او دغه ولایت ته ټولې مواصلاتي لارې تړلې دي. د نوموړي په وینا، که څه هم امنیتي ځواکونو د طالبانو پر وړاندې مبارزه وکړه، خو خلک جګړې اندېښمن کړي وو.

د تالقان ښار یو بل اوسېدونکی میرویس هم وايي چې د ښار په شاوخوا کې بېګانۍ جګړې وېرولي وو او د ښار اوسېدونکو پرېکړه وکړه چې خپلې مېنې پرېږدي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پانه وڅارئ

د تالقان ښار د اوسېدونکو په وینا، تر هغه چې حکومت د طالبانو له لوري نیول شوې ولسوالۍ بېرته ونه نیسي، د دغه ښار امنیتي وضعیت به همداسې خراب وي او په وینا یې، حکومت باید د ولسوالیو د بېرته نیولو لپاره عملیات وکړي.



خو د تخار د امنیې قومانداني ویاند خلیل اسیر د طالبانو ماتولو په اړه خلکو ته ډاډ ورکوي او وايي، افغان ځواکونه او ولسي پاڅونوال د تالقان ښار د دفاع لپاره بشپړ چمتووالی لري.

د نوموړي په خبره، د ښار په څنډو کې یې طالبان پر شا تمبولي او درنه مرګ‌ژوبله یې ورته اړولې ده. هغه خلکو ته ډاډ ورکوي چې پر خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو باور ولري او تر وروستۍ سلګۍ به یې د ساتنې لپاره مبارزه کوي.

په همدې حال کې د غزني ښار په څنډو کې هم د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه تېزه شوې ده. د غزني د ولایتي شورا رییس نصیراحمد فقیري وايي، شوي نظامي اقدامات بسنه نه کوي او طالبان د خلکو په کورونو کې ځای پر ځای شوي چې دغه وضعیت د غزني ښار اوسېدونکي اندېښمن کړي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

خو په غزني کې د درېیمې لوا قوماندان شېرمحمد انډیوال وايي چې د غزني ښار د پاکولو لپاره یې عملیات پیل کړي او طالبان نه شي کولای چې ویې نیسي.

د نوموړي په وینا، په غزن کې لازم امنیتي او دفاعي ځواکونه شته چې نه یوازې دغه ولایت ساتلی شي، بلکې د مرستې لپاره یې نورو ولایتونو ته هم استولی شي.

دا په داسې حال کې ده چې ورځ تر بلې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه سختېږي چې طالب ډلې تر اوسه په ځینو ولایتونو کې یوشمېر ولسوالۍ هم نیولې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام