د کورنیو چارو وزارت مني چې د غزني ولایت په ګیلان ولسوالي کې د قرآن‌کریم د ختم په مراسمو کې چاودنه شوې ده.

د دغه وزارت ویاند طارق ارین وايي، یاده چاودنه د یوه زرنج په وسیله چې له چاودېدونکو توکو ډک و، شوې او له کبله یې د ختم ۱۵ ګډونوال وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.

د نوموړي په وینا، د یاد ختم مراسم د ګیلان ولسوالي د «اغوجان» سیمې په یوه کور کې جوړ شوي وو چې نن ماسپښین شاوخوا ۲ بجې پرې چاودنه شوې ده.

ارین وايي، د چاودنې په اړه نور جزیات به وروسته له رسنیو سره شریک کړي.

په همدې حال کې د غزني د والي ویاند وحیدالله جمعه‌زاده سلام‌وطندار ته ویلي چې په یاده چاودنه کې تر اوسه ۱۱ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.

د نوموړي په وینا، د چاودنې ډېری قربانیان ماشومان دي.

تر اوسه کوم چا یا ډلې د دې چاودنې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډیبرا لاینز د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اترو له ۲۰ ورځنۍ دمۍ وروسته پرون د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د تاوتریخوالي پر کموالي ټینګار کړی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کموالي لپاره د جګړې پر ښکېلو لوریو خپلو فشارونو ته دوام ورکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام