طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولان وايي، سږ کال په افغانستان کې د ناچاودو ماینونو او چاودېدونکو توکو په چاودنو کې اوښتې مرګژوبله د تېر کال په پرتله زیاته شوې ده. د دوی په وینا، په تېرو ۸ میاشتو کې د دغو ماینونو د چاودنو له کبله ۲۱۳ افغان ماشومانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د دغه وزارت د ماینپاکۍ د انسجام او همغږۍ رییس نورالدین رستمخېل سلاموطندار ته ویلي چې د سږ زېږدیز کال له پیل راهیسې د هېواد په بېلابېلو برخو کې ۱۶۹ ماینونه چاودېدلي چې له کبله یې ۳۲۱ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه زیاتوي: «میدان وردګ، غزنی، زابل، کندهار، خوست، پکتیا، پکتیکا او ختیځ ولایتونه له ماینونو تر ټولو ډکې سیمې دي چې د تېرو ۲۰ کلونو پر مهال پهکې هېڅ کار نهدی شوی او د ماینپاکۍ خدمتونه هم پهکې نهدي شوي.»
بلهخوا د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف تازه ویلي چې افغانستان په نړۍ کې له جګړو د را پاتې ناچاودو ماینونو څخه د ډکو هېوادونو له ډلې یو دی او د دغو چاودنو ۸۵ سلنه قربانیان ماشومان دي.
پنځلس کلن رومان هغه تنکی ځوان دی چې څلور میاشتې مخکې یې د کابل په سروبي ولسوالي کې د ماین چاودنې له کبله یوه پښه له لاسه ورکړې ده.
د رومان پلار محمدګل وايي چې زوی یې څړځای ته د مالونو بیولو پر مهال پر ماین ختلی او پرې چاودېدلی دی. هغه زیاتوي: «ماین په ځمکه کې خښ شوی و او کله مې چې زوی پسونه غره ته بیول، چاودېدلی. وضعیت یې ډېر خراب دی. په سروبي کې مو یې درملنه وکړه، خو ونه شوه. بالاخره مو کابل ته راوست. درې اوونۍ په ایمرجنسي کې بستر و.»
د احمدالله کاکا فهیم چې یوولس کلن وراره یې ۱۸ میاشتې مخکې د غزني په قرهباغ کې د هاوان مرمۍ چاودنې له کبله دواړه پښې له لاسه ورکړي، وايي: «دغه هلک له خپلو دوو ملګرو سره لوبې کولې چې یوه مرمۍ یې موندلې. یو ماشوم دا مرمۍ پر تیږه وهي او هماغه مهال چاودنه کوي. دغه ماشومان ماین نه پېژني، د همدې لپاره یې فکر کړی چې خطر نه لري.»
ډېری افغان ماشومان، په تېره لرې پرتو سیمو کې د ماینونو او له کبله یې د پېښو ګواښونو په اړه د عامه پوهاوي نه لرلو له امله قرباني کېږي.
په همدې حال کې طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولان وايي، ۵۸ ډلې یې د عامه پوهاوي برخه کې کار کوي، خو دغه وزارت د ماینونو پاکولو او خلکو ته د عامه پوهاوي ورکولو لپاره ډېرې بودیجې ته اړتیا لري.
نورالدین رستمخېل زیاتوي: «۳۳ کاله کېږي چې د ماینپاکۍ پروګرام له نړیوالو مرستو سره تړلی او دا زموږ یوه جدي ستونزه ده. موږ له ټولو بهرنیو بنسټونو غواړو چې خپلې مرستې ډېرې کړي، څو موږ ډېرې سیمې پاکې کړو.»
د سره صلیب نړیوالې کمېټې تر دې مخکې د روان کال په چنګاښ میاشت کې په یوه راپور کې ویلي و چې د ۲۰۲۲ کال له جنوري میاشتې څخه د ۲۰۲۳ کال تر جون پورې ۱۰۹۲ افغانانو ته د ناچاودو ماینونو او مهماتو په چاودنو کې مرګژوبله اوښتې چې ۶۴۰ یې ماشومان دي او په ۵۴۱ چاودنو کې ورته مرګژوبله اوښتې ده.
طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د ماینپاکۍ د انسجام او همغږۍ ریاست د شمېرو پر بنسټ، لا هم په افغانستان کې له ۱۲۰۰ کیلومټره مربع څخه پر ډېرې ځمکې ناچاودي ماینونه شته چې پاکېدو ته اړتیا لري.