پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولان وايي چې د تېرې یوې میاشت پرمهال له جګړو څخه د پاتې ناچاودو توکو د چاودنې له امله ۳۰ کسان وژل شوي چې ډېری یې ماشومان دي.
د دغه وزارت مسوولان زیاتوي چې د ناچاودو توکو د چاودنې له امله د وژل شویو ډېری پېښې په بدخشان، پروان، غزني او فاریاب ولایتونو کې رامنځته شوې ده.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د ماینپاکۍ د همغږۍ او انسجام رییس نورالدین رستمخېل په دې اړه وویل: «په مارچ میاشت کې ۳۰کسان له جګړو څخه د ناچاودو توکو د چاودنې له امله مړه شوي چې ډېری بدخشان، پروان، غزني او فاریاب کې دي.»
له جګړو څخه پاتې شوي ماینونه کلونه افغانان وژلي او په زرګونه کسان یې معیوب کړي دي. یوازې د تېرې يوې اوونۍ پر مهال بدخشان، غزني او پروان کې له جګړو څخه د پاتې شويو ماينونو چاودنې له امله اته ماشومان وژل شوي دي.
په همدې حال کې د جګړو له امله د ناچاودو توکو د یوشمېر قربانیانو کورنۍ له اسلامي امارت څخه غواړي چې د تلفاتو د کمولو په موخه په کلیو کې د دغو توکو د خطر په اړه د عامه پوهاوي کمپاینونه پیل کړي او د ناچاودو توکو د خطر په اړه خلکو ته معلومات ورکړي.
د غزني اوسېدونکی نورالله چې وراره يې څلور ورځې وړاندې د جګړو له وخته د پاتې شوو ناچاودو توکو له امله وژل شوی، سلام وطندار ته وویل: «څلور ورځې مخکې ناچاودو توکو مو د کورنۍ یو ماشوم وواژه او څلور یې ټپیان کړل. موږ هم ټپیان شوي یوو. له اسلامي امارت غواړم چې سیمیې له ماینونو پاکې کړي.»
په همدې حال کې د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا (یونېسف) په دې وروستیو کې ویلي چې یوازې په تېره یوه اوونۍ کې افغانستان کې له جګړو څخه د پاتې شویو توکو د چاودنې له امله اته ماشومان وژل شوي دي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
داسې حال کې چې تېر ۲۰۲۲ کال کې تر ۷۰۰ ډېر ماشومان د ماینونو او له جګړو څخه د پاتې شویو توکو د چاودنې له امله وژل شوي او یا هم معلول شوي وو.