افغانستان کې د ناچاودو توکو چاودنې؛ اته میاشتو کې ۲۱۳ ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولان وايي، سږ کال په افغانستان کې د ناچاودو ماینونو او چاودېدونکو توکو په چاودنو کې اوښتې مرګ‌ژوبله د تېر کال په پرتله زیاته شوې ده. د دوی په وینا، په تېرو ۸ میاشتو کې د دغو ماینونو د چاودنو له کبله ۲۱۳ افغان ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه سوداګرو ته: د محصولاتو کیفیت لوړ کړئ!

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې نن (د وږي دویمه، د پنجشنبې ورځ) کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال له سوداګرو وغوښتل چې خپل محصولات معیاري او پر کیفیت یې کار وکړي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د رهبري پلاوي غړی خان‌جان الکوزی وايي: «ادارې د خصوصي سکټور د ملاتړ لپاره مکلفې دي چې په کارونو کې یې اسانتیاوې برابرې کړي؛ لکه دوه درې ځله مالیه اخیستل کېږي.

عباس ستانکزی: ګاونډیان دې له خپلې خاورې د افغانستان امنیت نه ګواښي

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمدعباس ستانکزی ګاونډیو هېوادونو ته ډاډ ورکوي چې د افغانستان خاوره یې پر وړاندې نه کارېږي، خو زیاتوي چې ګاونډیان دې هم له خپلې خاورې د افغانستان امنیت نه ګواښي. هغه له ا.ا څخه هم غوښتنه وکړه چې له افغانستان سره د ګډو پولو امنیت خوندي کړي.

افغانستان نن پاکستان سره دویمه یو ورځنۍ لوبه کوي

د پاکستان پر وړاندې په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې له سترې ماتې وروسته د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله نن پاکستان سره دویمه یو ورځنۍ لوبه کوي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن پنج‌شنبه د وږي دویمه د سریلانکا د «ماهېنډا راجاپاکسا نړیوال لوبغالي» کې د افغانستان پر وخت له غرمې وروسته ۲:۰۰ بجې پیل شي.