Asset 1SWN

د سوداګرۍ او پانګونې خونه سوداګرو ته: د محصولاتو کیفیت لوړ کړئ!

ACCI-1-qbdpypjgnlzf5xvyx8fq0g2qaevxasmkgvxx9vv98o (1)

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې نن (د وږي دویمه، د پنجشنبې ورځ) کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال له سوداګرو وغوښتل چې خپل محصولات معیاري او پر کیفیت یې کار وکړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د رهبري پلاوي غړی خان‌جان الکوزی وايي: «ادارې د خصوصي سکټور د ملاتړ لپاره مکلفې دي چې په کارونو کې یې اسانتیاوې برابرې کړي؛ لکه دوه درې ځله مالیه اخیستل کېږي. له خصوصي سکټور څخه هم غوښتنه شوې چې خپل محصولات له نړیوالو معیارونو سره برابر کړي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال محمدیونس مومند د سوداګرو ستونزو ته د رسېدو لپاره د یوې کمېټې د جوړېدو خبر ورکوي. هغه زیاتوي: «کمېټه جوړه شوې او کار پرې روان دی او ټاکل شوې چې د ټولو سوداګرو مالیې په یو ځل را ټولې شي، نه جلا جلا. د خصوصي سکټور د ستونزو حل او پرمختګ لپاره دا کمېټه اغېزناکه ده.»

بله‌خوا سوداګر وايي چې د کورنیو محصولاتو د ودې او د کیفیت لوړېدو لپاره باید لومړی په دې برخه کې شته ستونزې حل شي. د ټوکرو واردوونکو ټولنې رییس عبدالله وايي چې د مالیې، ویزو او په بانکونو کې یې د پیسو بندېدو له سختو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

هغه زیاتوي: «باید په ګمرکونو کې یوازې مالیه واخیستل شي؛ نغدې، نه په هر ځای کې. زموږ هغه پیسې چې په بانکونو کې بندې دي، باید بېرته راکړل شي، ویزې نشته. یوازې د چین او ایران ویزې شته، بس.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یو هټۍ‌وال شیرین‌اغا سخي هم وايي: «زموږ هېواد په هغه وضعیت کې نه‌دی چې ټول اومه توکي تیار کړي؛ باید له دباندې را وارد شي. موږ ډېر ښه تولیدات لرو، د پاکستان او چین له جنس څخه لوړ، باید زموږ سوداګري پرمختګ وکړي.»

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وايي، د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال تېره اوونۍ ترکیې ته د سفر پر مهال د افغانستان د کورنیو تولیداتو او سوداګرۍ د ودې او پرمختګ لپاره له ۳۰۰ سوداګرو غوښتي چې افغانستان ته راوګرځي چې ډېری هغو یې دا غوښتنه منلې او اسلامي مارت هم ژمنه ورسره کړې چې سوداګرو ته به ټولې اسانتیاوې برابروي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام