د ازبیکستان پلاوي د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولانو سره لیدلي

د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړي خان جان الکوزي نن (یکشنبه، وري ۱۷) سلام‌وطندار ته وویل، د ازبیکستان د سوداګرۍ خونې رییس په مشرۍ د هغه هېواد د خصوصي سکتور یوه پلاوي تېره ورځ د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه کابل ته سفر کړی.
د هغه په وینا، یاد پلاوي نن یکشنبه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولانو سره لیدلي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه: پر شپږ قلمه لومړنیو توکو مالیه راکمه شوې

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وايي، دغه پرېکړه د دغې خونې په وړاندیز شوې او د اقتصادي کمیسیون له لوري تصویب شوې ده.
د دغې خونې مشر یونس مومند وویل، د دغې پرېکړې له‌مخې، تر دې وروسته د غنمو، اوړو او غوړیو په څېر د لومړنیو خوراکي توکو هر یو میلیون عاید کې له سوداګرو زر افغانۍ مالیه او همدارنګه د بورې، مایع ګازو او تېلو هر یو میلیون عاید کې له سوداګرو ۱۵سوه افغانۍ مالیه اخیستل کیږي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه سوداګرو ته: د محصولاتو کیفیت لوړ کړئ!

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې نن (د وږي دویمه، د پنجشنبې ورځ) کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال له سوداګرو وغوښتل چې خپل محصولات معیاري او پر کیفیت یې کار وکړي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د رهبري پلاوي غړی خان‌جان الکوزی وايي: «ادارې د خصوصي سکټور د ملاتړ لپاره مکلفې دي چې په کارونو کې یې اسانتیاوې برابرې کړي؛ لکه دوه درې ځله مالیه اخیستل کېږي.