په دې وروستیو کې د پاکستان د مالیې وزارت ویلي چې تر یوه کال به افغانستان څخه د ډبرو سکرو په ګډون ټول صادرات په کلدارې کېږي، خو  د اقتصادي چارو کارپوهان دغه کار د افغانستان په زیان بولي.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصیر ریښتیا وایي چې دا مهال پاکستان له سخت اقتصادي ناورین او د انرژۍ او بهرنیو اسعارو له کمښت سره مخ دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هغه زیاتوي چې پاکستان غواړي له دغه بد وضعیت څخه د ژغورلو لپاره افغانستان سره راکړه ورکړه په کلدارو ترسره کړي چې دا کار د افغانستان په زیان ده.

ښاغلی رېښتیا وایي: «غواړي چې د بهرنیو اسعارو پر ځای کلداره په افغانستان کې ډېره کړي او د افغانستان د اقتصاد کنټرول په خپل لاس کی ولري چې په دې سره  به د افغانۍ ارزښټ کم شي او په قوي احتمال د وخت په تېرېدو سره به افغانۍ خپل ځای پاکستانی کالدارې ته پرېږدي او زموږ ټوله سوداګري به د پاکستان په کنټرول کې راشي

د اقتصادي چارو بل کارپوه تاج محمد تلاش وایي چې پاکستان د پیسو  نړیوال  صندوق له‌خوا تور لېست ته د داخلېدو په حال کې دی، همدې امله هڅه کوي څو په هر ډول چې وي له دې ستونزې ځان وژغوري.

په همدې حال کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې غړی خان‌جان الکوزی وایي د دې لپاره چې پاکستان د ملګروملتونو په تور لور لېست کې دی، نه‌شي کولی افغانستان سره په ډالرو راکړه ورکړه وکړي.

ښاغلی الکوزی زیاتوي، د همدې ستونزو له امله، ډېرې مودې راهیسې پاکستان ته د ډبرو سکرو او نورو توکو صادرات په کالدارو ترسره کېږي.

هغه وایي چې دا مسله یې د اسلامي امارت مسوولانو سره هم شریکه کړې، څو  پاکستان سره ټوله راکړه ورکړه بېرته په ډالرو شي، خو تراوسه یې پایله نه ده ورکړې.

بلخوا د اسلامي امارت د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مولانا زهیر وایي، افغانستان له پاکستان سره په کالدارو د صادراتو په اړه کوم تړون نه‌لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ښاغلي زهیر وویل: «موږ د دې  مسلې په جریان کې نه یوو او پر دې مسلی مو هوکړه هم نه ده کړې او دا کار د بانکداری د اصولو خلاف دی او د هېواد په ګټه هم نه دی

دا په داسې حال کې ده چې د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولانو ویلي، د ډبرو سکرو د صادراتو په اړه هېڅ کوم هېواد سره قرارداد نه‌لري او پاکستان ته هم د شخصي شرکتونو له خوا لیږدول کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام