Asset 1SWN

کارپوهان: د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره باید د کرنې او صنایعو برخه کې کار وشي

گندم-۲-q8ae0gg7n0zc8dpxaphfkkveofgk567ey8r756j6vc

د ا.ا مشر هبت‌.الله اخوند.زاده د کندهار له یوشمېر قومي مشرانو، دیني عالمانو او سوداګرو سره په لیدنه کې ویلي چې د کانونو زېرمو په را اېستلو سره به افغانستان په یوه پرمختللي اقتصادي هېواد بدل شي. هغه په دې لیدنه کې خلکو ته ډاډ ورکړی چې هېواد کې ټولې شته ستونزې به حل شي او څوک باید د روان وضعیت په اړه اندېښنه ونه لري.

خو د اقتصادي چارو کارپوهان په دې اند دي چې هېواد کې اقتصادي ستونزې یوازې د طبیعي زېرمو په مدیریت سره نه ‌حل کېږي، بلکې د کرنې او صنایعو سکټور پرمختګ ته هم اړتیا ده. اقتصادي کارپوهانو سیر قریشي او نصیر رښتیا په دې اړه سلام‌وطندار ته ویلي:

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

«کانونه کولای شي د افغانستان د کورنیو ناخالصو تولیداتو په وده کې مثبت اغېز ولري، خو اقتصاد په ټوله کې له ځمکې، کار، مدیریت او پانګې سره تړلی دی. نو اړتیا ده چې د صنایعو، کرنې او خدمتونو برخې هم باید وده وکړي؛ موږ باید تولید ولرو، څو خلکو ته کار پیدا شي او د خلکو د پېر وسه ډېره او بې‌وزلي را کمه کړي.»

«د افغانستان کانونه یوولس ټرېلیونه ډالره اټکل شوي. که په مسلکي ډول واېستل شي، د افغانانو ستونزې حل کولای شي، خو د کان اېستلو لپاره باید په افغانستان کې د هغو پراسېس ته لومړیتوب ورکړل شي. په دې سره مو د عوایدو کچه لوړېږي. د صنایعو او کرنې برخو کې هم باید کار وشي، څو ستونزې حل شي.»

د چارو کارپوهان ټینګار کوي چې د اقتصادي ودې په موخه د افغانستان سرپرست حکومت باید د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره نږدې سیاسي او اقتصادي اړیکې وساتي.

ا.ا داسې مهال په هېواد کې د اقتصادي ودې او د ستونزو د حل ډاډ ورکړی چې د نړیوالو مرستندویه ادارو د راپورونو پر بنسټ، په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړمنو شمېر څه باندې ۲۰ میلیونه ته رسېږي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا درې میاشتې وړاندې ویلي و چې ۲۳.۷ میلیونه کسان به چې د افغانستان څه باندې نیمايي برخه وګړي جوړوي، په روان زېږدیز کال کې بشري مرستو ته اړتیا ولري.

په کابل کې یوشمېر اړمنې کورنۍ هم له ناوړه اقتصادي وضعیت څخه سر ټکوي او له سرپرست حکومته د کاري فرصتونو برابرولو غوښتنه کوي.

د کابل ښار اوسېدونکي ابراهیم او حلیمه چې د خپلو کورنیو سرپرستي ور پر غاړه ده وايي، هره ورځ یوازې دومره کولای شي چې خپلو کورنیو ته د وچې ډوډۍ پیسې برابرې کړي.

هغه زیاتوي: «اته کسان یوو، کار او غریبۍ ته مو نه پرېږدي. کراچۍ ښار او بازار ته راولو، مالیه یې رانه غواړي؛ نه د ورځې کار کولای شوو، نه د شپې؛ تر بېګاه ۵۰ افغانۍ کار کوو؛ د کور درې میاشتې کرایه راباندې پاتې ده.»

«که ډېر زیار وباسم، د ورځې سل افغانۍ ګټم؛ د کور ټول مسوولیت زما پر غاړه دی. په همدې خیرات غوښتلو کې موټر ووهلم، لاس مې مات شو. همدا اوس کور کې سودا، غوړي او اوړه نشته. کاغذ پلورم، دا هم څوک واخلي، څوک یې نه اخلي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یادونې ده چې تر دې وړاندې د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولانو له سلام‌وطندار سره په مرکه کې ویلي و، هغه عواید چې د کانونو له را اېستلو ترلاسه کېږي، د هغو لویو پروژو پر عملي کولو او د برښنا بندونو پر جوړولو یې لګوي چې خلکو ته د کار اسانتیاوې په‌کې برابرېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام