وروسته له هغې چې طالبانو د پنجشېر ولایت د نیولو ادعا وکړه، د ملي مقاومت جبهې قومندان احمد مسعود په یوه غږیز پیغام کې له خلکو غوښتنه کړې چې د طالبانو پر وړاندې دې «عمومي پاڅون» پیل کړي.

احمد مسعود په دغه غږیز پیغام کې ویلي، هرڅوک کولای چې پاڅون وکړي او د مقاومت جبهه له دوی څخه خپل ملاتړ کوي. نوموړي همداراز په خپل ټویټر‌پاڼه کې لیکلي چې پنجشېر کې دی او مقاومت یې دوام لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د مقاومت جبهې د قومندان په وینا، هغه کسان چې وسله‌واله جګړه کولای شي، د مقاومت جبهه یې ترڅنګ ولاړه ده او هغه افغانان چې د مدني اعتراضونو له لارې د طالبانو پر وړاندې مبارزه کوي، دغه جبهه یې غږ بدرګه کوي.

په ورته مهال احمد مسعود په خپل دغه خپور کړي غږیز پیغام کې ټينګار کړی چې پر پنجشېر د طالبانو پرونی برید د دې ښکارندوي کوي چې «پردي ځواکونه» له پخوا راهیسې د طالبانو ترڅنګ ولاړ دي. مسعود روانې پېښې د افغانستان د راتلونکي کوچنی تصویر یاد کړی او په وینا یې، پردي غواړي د خپلو لاس‌پوڅو او استازیو له لارې هغه په دې خاور کې بنسټیز کړي.

د نوموړي په خبره، افغانان نن ویني چې رښتيني ملګري یې کوم هېوادونه دي. په ښکاره توګه په دغه پیغام کې د نوموړي کوته پاکستان ته وه چې د ځینو راپورونو پر بنسټ، په پنجشېر کې د مقاومت جبهې پر یو‌شمېر پوستو هوایي بریدونه شوي دي.



احمد مسعود نړۍ‌‌والې ټولنې ته په خطاب کې وویل: «طالبانو ته یې غلط سیاسي فرصت په کوتو ورکړ، طالبانو له دغه فرصت څخه په ګټنې اخیستنې سره یې سیاسي جرآت پیدا کړ او هم نړۍ‌والو ته دا وښوده چې په رښتینې توګه یې بدلون کړی.» خو د نوموړي په وینا، طالبانو نه یوازې بدلون نه دی کړی، بلکې له وړاندې څخه نور هم ظالمان او متعصب شوي دي.

مسعود همداراز د دغه پیغام په یوه برخه کې هغو کسانو ته په خطاب کې چې د طالبانو په لیکه کې حضور لري، ویلي چې له شته فرصت څخه دې د تېرو اشتباهاتو د جبران لپاره ګټه واخلي. «هیله‌مند یم چې وضعیت او دښمن په سمه توګه وپېژنئ او له دې ورهاخوا تېروتنې ونه کړئ.»

په همدې حال کې مسعود زیاته کړې چې ډېر ژر به د مقاومت جبهې نوی ویاند معرفي کړي او «شهادت او پر خاوره یې فشار» به د مبارزې لپاره د دوی پر همت اغېزه ونه کړي: «خپلې مبارزې ته به تر هغو دوام ورکوو چې د افغانستان ازادي او بریا مو نه وي ترلاسه کړي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې نن طالبانو ادعا وکړه چې پنجشېر ولایت یې په بشپړه توګه نیولی دی. وروسته له هغې چې د طالبانو دغه ادعا رسنیزه شوه، د مقاومت جبهې د پنجشېر د سقوط خبر رد کړ.

د پنجشېر د نیولو لپاره د طالبانو بریدونه یوه اوونۍ وړاندې پیل شوي وو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام