د مقاومت جبهې ویاند فهیم دشتي او د احمد مسعود سکرټر عبدالودود ذره بېګاه د طالبانو په برید کې ووژل شول. په همدې حال کې سرچینې پر پنجشېر د پاکستان د بې‌پیلوټه الوتکو د بمبار خبر ورکوي.

د سیاسي چارو شنونکي بیا باور لري چې د پاکستان د استخباراتو رییس د مقاومت جبهې او طالبانو ترمنځ د جګړې په مدیریت کې رول درلود او د پاکستاني ځواکونو موجودیت وضعیت بدل کړ.

د سلام‌وطندار پښتو ټویټر‌پاڼه وڅارئ

د دوی په وینا، طالبان پرمختللې نظامي الوتکې نه لري او په یوه اوونۍ جګړه کې یې د پام وړ لاسته‌راوړنې نه لرلې.

د سیاسي چارو شنونکی سیدباقر محسني وايي چې طالبانو په یوه اوونۍ کې د پنجشېر جګړه کې د پام وړ پرمختګ ونه کړ، خو د پاکستاني ځواکونو په تجاوز سره جګړه د طالبانو په ګټه تمامه شوه.



یو بل سیاسي شنونکی اکرم عارفي هم وايي چې د طالبانو په لیکو کې د پاکستاني استخباراتو پراخ حضور د پټېدو نه دی او په دې برخه کې ډېر شواهد شته چې په وینا یې، د پنجشېر په جګړه کې یوشمېر طالبان په بېلابېلو ژبو خبرې کوي.

خو طالبان پر پنجشېر د پاکستاني بې‌پیلوټه الوتکو برید نه مني او وايي، کابل ته د ای‌اېس‌ای د رییس د راتګ موخه د دواړو لوریو ترمنځ د همکاریو دوام دی.

له هغه وروسته چې طالبانو د پلازمېنې کابل په ګډون، ۳۳ ولایتونه ونیول، پنجشېر کې یې پر وړاندې مقاومت پیل شو او تراوسه روان دی.

سره له دې چې د طالبانو ویاند ذبېح‌الله مجاهد په بشپړ ډول د پنجشېر د نیولو خبر ورکوي، خو د مقاومت جبهه دا موضوع نه مني او وايي چې ځواکونه یې په ټولو سټراټېژیکو سیمو کې ځای پرځای شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام