د بښنې نړیوال سازمان ا.ا د تېرو نږدې دوو کلونو پر مهال پنجشېر کې پر جنګي جرمونو تورن کړی دی.
د بښنې نړیوال سازمان په یوه تازه خپور کړي راپور کې ادعا کړې چې پنجشېر کې د ا.ا ځواکونو د کړنو ۲۹ مورده چې په وینا یې، د جنګي جنایتونو څرګندونه کوي، مستند کړي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
خو د ا.ا د ویاند مرستیال بلال کریمي دغه رپوټ ردوي او وايي، ځواکونو یې هېڅ کله هم ملکيانو ته زیان نه دی رسولی.
نوموړی سلاموطندار ته وايي، سرپرست حکومت هغو مخالفو ډلو ته چې امنیت ګډوډوي، د فعالیت اجازه نهورکوي. هغه وویل: «ا.ا د ملکیانو مسلو په اړه کاملا د ترحم او شفقت تګلاره لري. د بښنې نړیوالې ټولنې موندنې په جدي توګه ردوم او دا پروپاګندا ده.»
د ا.ا بیا واکمنېدو راهیسې پنجشېر له هغو محدودو ولایتونو دی چې وخت ناوخته پهکې نښتې شوي او له همدې امله تل د دغه ولایت ناامنیو په اړه رپوټونه خپاره شوي دي.
د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي پنجشېر کې د جنګي جنایتونو په اړه د بښنې نړیوال سازمان رپوټ په څېر افغانستان څخه د ورته رپوټونو د پایلو په اړه ويي: «د دې راپور په څېر یو بل راپور هم خپور شوی چې د ا.ا استخبارات خلک شکنجه کوي، دا راپورونه د افغانستان ښه وضعیت نه بیانوي.»
دا په داسې مهال دی چې دې وروستیو کې پنجشېر کې د ا.ا ځواکونو سره د نښتو کوم رپوټ نه دی ورکړل شوی.