د پنجشېر ولایت په مقاومت جبهه کې ځينې سرچینې وایي چې پر دغه ولایت د طالبانو برید پر شا تمبول شوی او د دغې ډلې برید کوونکو ته مرګژوبله هم اوښتې ده.
د پنجشېر د مقاومت جبهې ویاند فهیم دشتي د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي چې طالبانو بېګاه شپه غوښتل د پنجشېر له لوېدیځې دهنې سیمې دغه ولایت ته دننه شي چې د مقاومت جبهې ځواکونو له غبرګون سره مخ شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د فهیم دشتي په خبره، د مقاومت جبهې ځواکونو په برید کې نږدې ۸ طالبان وژل شوي او د دغې ډلې یوشمېر نور غړي ټپیان شوي دي. نوموړي په دغې نښته کې د مقاومت جبهې د دوو سرتېرو د ټپي کېدو خبر هم ورکړی دی.
وموغوښتل په دې اړه د طالب چارواکو نظر هم له ځان سره ولرو، خو دوی وویل : «د افغانستان د بریا او له اشغال څخه د خلاصون له امله نه غواړي د بېګانۍ شپې جګړې په اړه څه ووايي.»
پنجشېر ته د دالان سنګ تنګي سربېره د جبرالسراج ولسوالي د ګلبهار لمنو له لوېدیځې سیمې څخه یوه لار هم د دغه ولایت شتل ولسوالي ته ورغلې او طالبانو هوډ درلود چې له دې لارې پنجشېر ولایت ته دننه شي.