د دویم مقاومت جوړېدل؛ د ملي روغې جوړې شورا خبر ورکړ

د ملي روغې جوړې شورا سلاکار عبدالبصیر سالنګي په سالنګ کې د عام وژنې ۳۲م تلین په مناسبت جوړه شوې غونډه کې ویلي چې د دویم مقاومت پر جوړېدو کار روان دی او که د سولې خبرې ناکامې شي، دغه مقاومت به جوړ شي.
د نوموړي په وینا، د ۵ زره طالب بندیانو له خوشې کولو سره سره دا ډله لا هم پر جګړې ټینګار کوي او په تېرو ۸ میاشتو کې د سولې په برخه کې هېڅ پرمختګ نه دی شوی.

حکومت ته د نور خبرداری؛ که امنیتي وضعیت ښه نه شي، دویم مقاومت به جوړ کړي

د جمعیت اسلامي ګوند اجرایوي رییس عطامحمد نور وايي، که په هېواد کې روان ناسم امنیتي وضعیت ښه نه شي، دویم مقاومت به جوړ کړي. نوموړي چې په بلخ کې د رهنورد زریاب په یادغونډه کې خبرې کولې وویل، د هېواد وضعیت ناسم لوري ته روان دی او بهرني جنګیالي په ټولو شمالي ولایتونو کې ځای پر ځای شوي دي.