وروسته له هغې چې پر پنجشېر ولایت د طالبانو په عملیاتو کې د پاکستان د پوځي بېپیلوټه الوتکې د بریدونو خبرونه خپاره شول، نن په کابل او د هېواد په یوشمېر نورو ولایتونو کې د پاکستان پر ضد په سلګونه کسانو پراخ لاریونونه وکړل.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
لاریون کوونکي چې ډېری یې ښځې وې، د پاکستان په خلاف شعارونه ورکول او دغه هېواد یې په افغانستان کې په ښکاره لاس وهنې تورنه وه. دوی د افغانستان په چارو کې د پاکستان د لاسوهنې د بندیدو غوښتنه هم کوله.
لاریون کوونکو ښځو کله چې د پاکستان سفارت ته د ننوتلو هڅه کوله، د سفارت طالب ساتونکو یې مخه ونیوله. د ښځو له لاریون سره سلګونه نارینه هم یو ځای شول چې د سفارت مخ ته تر راټولېدو وروسته د سفارت ساتونکو له لوري وشړل شول.
په ورته مهال یوشمېر خبریالان ادعا کوي چې په دغه لاریونونو کې د طالبانو له لوري وهل او ډبول شوي دي.
په همدې حال کې له پلازمېنې کابل سربېره د هېواد په یوشمېر نورو ولایتونو له هغې ډلې هرات، بلخ، تخار، غزني او غور ولایتونو کې هم ګڼشمېر افغانانو د پاکستان پر ضد شعارونه ورکړل او دغه هېواد یې د افغانستان په چارو کې په لاس وهنه تورن کړ.
په ورته مهال طالبانو په وار وار ویلي چې خپلواک دي او چا ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان په داخلي چارو کې لاس وهنه وکړي.
دا لاریونونه داسې مهال کېږي چې پرون د طالبانو له لوري د پنجشېر تر نیولو وروسته د «ملي مقاومت جبهې» مشر احمد مسعود په افغانانو غږ وکړ چې د «طالبانو پر وړاندې ملي پاڅون» وکړي.