د ننګرهار سپین غر ولسوالي کې ولسي خلکو پرېکړه کړې، هغه کورنۍ چې غړي یې د طالبانو برخه دي، له کلیو به واېستل شي. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي سلام وطندار ته وویل، د دغه ولایت سپین غر ولسوالي کې ولسي وګړیو پرېکړه کړې، هغه کورنۍ چې غړي یې د وسله والو طالبانو برخه دي، له کلیو  شړي او یا دې دغه کورنۍ خپل غړي له طالبانو څخه راوباسي.

د ننګرهار د رسنیو دفتر د سپین غر ولسوالي د قومي مشرانو له قوله لیکلي، د طالبانو د وروستیو بریدونو له امله د یادې ولسوالي ګڼې کورنۍ له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي.

د رسنیو دفتر وړاندې لیکلي چې د ننګرهار په ډېری سيمو کې ولسي خلکو د نظام په ملاتړ او د وسله والو مخالفينو پر وړاندې ورته فعاليتونه پيل کړي او ورځ تر بلې د پراخېدو په حال کې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړی وايي، د سپين غر خلکو دا پرېکړه وروسته تر هغې کړې چې طالبانو په دغې ولسوالي کې د ولسي وګړیو پر کورونو، کروندو او نورو تاسیساتو بریدونه وکړل.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې وسله‌والو طالبانو د هېواد پر بېلابېلو ولایتونو  پراخ بریدونه پیل کړي چې له امله د یو‌شمېر ولسوالیو مرکزونه د طالبانو لاس ورغلي دي. د وسله‌والو طالبانو لاس ته د ورغلیو ولسوالیو څخه ځایي خلکو ویلي چې وسله‌والو طالبانو په دغه ولسوالیو کې د استوګنې کورونه ته اور ورته کړی او خلک اړ شوي چې خپلې مېنې پرېږدي. په دې لړ کې د دایکندي ولایت د پاتوی ولسوالي اړوند د سرتګاب کلي اوسېدونکو ویلي چې طالبانو  د دوی کورونه سوځولي او مالونه یې لوټ کړي دي.



بلخوا د دفاع وزارت سرپرست وایي چې د وسله‌والو طالبانو د ځپلو په موخه یې عملیات پیل کړي او اجازه به ورنه کړي چې خپلو ناوړه موخو ته ورسېږي. بسم الله محمدي ویلي، طالبان به پرې نه ږدي چې پر خلکو خپل نامشروع رژیم تحمیل کړي. هغه وویل چې له هرې ممکنې لارې او په هرې بیې به د وطن ساتنه کوي.

په ورته مهال په دې وروستیو کې د هېواد په یو‌شمېر ولایتونو کې د وسله‌والو طالبانو پر وړاندې د حکومت په ملاتړ د ملي خوځښت یا د ولسي پاڅون د جوړېدو هڅې پیل شوي چې په یو‌شمېر ولایتونو کې دغه طرحه پلې شوې او  ولسي خلک د خپلو سیمو د ساتلو لپاره د طالبانو پر وړاندې له امنیتي ځواکونو سره یوځای د جګړې سنګر ته تللي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام