Asset 1SWN

سلام وطندار

ننګرهار ولايت لپاره د داعش تش په نامه والي ووژل شو

Nangarhar-6-ozd8etgkhuq0p6cek1sm6cf3pvgzwzy6m46l9yp310

 

د ننګرهار ولايت رسنیز دفتر وايي، ياد ولايت لپاره يې د داعش تش په نوم والي هدایت‌الله وژلی دی.

په ياد ولايت کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو تېره شپه د دوو بېلا بېلو عملیاتو پر مهال د چپرهار ولسوالۍ په للمه سیمه کې د ننګرهار لپاره د داعش ډلې تش په نوم والي او د ځانمرګو واسکټونو او ماینونو جوړونکی هدایت الله د مقاومت پر مهال وژلی دی.

د ننګرهار ولايت له رسنیز دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې له نوموړي يې یو میل تفنګچه او څلور حلقې په لاس جوړ شوي ماینونه هم تر لاسه او په سیمه کې له منځه وړل شوي دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، وژل شوي کس د ځانمرګو بریدونو لپاره د واسکټونو او ماینونو جوړولو ترڅنګ نورو ته هم په یاده برخه کې روزنه ورکوله او همدا راز یې جلال اباد ښار ته د ترهګريزو پېښو په موخه په لاس جوړ شوي ماینونو را لېږدولو چاره هم درلوده.

خبرپاڼه زياتوي چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو همدا راز د جلال اباد ښار په بېز اکمالاتي سیمه کې هم تېره شپه عملیات ترسره کړي چې پر مهال یې د داعش ډلې مهم مشر قاري عبدالرحمن چې مشهور په قاري تمیم دی د یو بل همکار سره یو ځای ژوندي نیول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې امنيتي ځواکونو ويلي و چې د هېواد په مشرقي کې يې د داعش ډلې پټنځايونه له منځه وړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام