Asset 1SWN

ناپېژنده وسله‌والو ننګرهار کې یو ځوان وژلی

۴۳۴۳

د ننګرهار امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې ناپېژنده وسله‌والو یو ځوان په ډزو ویشتلی او وژلی یې دی.

د ننګرهار د امنیې قومنداني ویاند عبدالبصیر زابلی وايي، د یاد ولايت د لعل‌پورې ولسوالي په «کرداوي» کلي کې د سیدشاه په نوم يو ځوان بېګاه شپه د ناپېژنده وسله‌والو له لوري وژل شوی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

زابلی زیاتوي چې وسله‌وال د یاد ځوان له وژلو وروسته له سیمې تښتېدلي او په وینا یې، امنیتي ځواکونو یې د نیولو هڅې پیل کړي دي.

د ننګرهار د امنیې قومنداني ویاند همداراز وايي چې ناپېژنده وسله‌والو د وژل شوي کس زوی هم مسموم کړی او دا مهال روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې له دې وړاندې هم په دغه ولایت او د هېواد په یو‌شمېر نورو ولایتونو کې هم ورته پېښې رامنځته شوي چې مسوولانو یې تر ډېر لامل شخصي دښمني یادوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام