د ننګرهار محلي مسوولان وايي، د دغه ولایت د شينوارو ولسوالي اړوند مارکوه بازار ته څېرمه سیمې کې د ټرافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه شوي او درې نور ټپیان دي.

د مسوولانو په وینا، د پېښې قربانیان د الټو ډوله موټر سپاره ده چې یو سړی او د هغه مېرمن ده.

پېښه د الټو او فرونر ډوله موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې چې له امله یې یو خاوند او مېرمن مړه شوي او درې نور ټپیان دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دوى زياتوي، ټپيان د درملنې په موخه د جلال اباد ښار حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي

د پېښې د څرنګوالي په اړه تراوسه څه نه دي ویل شوي خو دا ډول پېښې تر ډېره د موټر چلوونکو د بې‌غوری او ګړندي‌تګ له امله رامنځته کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام