Asset 1SWN

ننګرهار کې ناپېژانده وسله‌والو ۳ واکسیناتورانې وژلي

Polio-vaccine-moph

ننګرهار ولايت کې حکومتي سرچینې وايي، نن سهار شاوخوا لس بجې ناپېژاندو وسله‌والو جلال‌اباد ښار کې ۳ واکسیناتورانې وژلي دي.

یوې حکومتي سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط سلام‌وطندار ته وویل، دغه واکسیناتورانې په دوو بېلابېلو پېښو کې داسې مهال په نښه شوي چې په واکسین کولو بوختې وې.

سرچینې زیاته کړه، دوه واکسیناتورانې د جلال اباد ښار د اومې ناحیې اړوند د لعل قاسم‌اغا سیمه کې او یوه بله د څلورمې ناحیې مجبوراباد سیمه کې وژل شوې ده.

د عامې روغتیا ریاست مسوولانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

د پېښې مسووليت تر اوسه پورې چا پر غاړه نه دی اخيستی.

دا واکسیناتورانې په داسې حال کې وژل شوي چې تېره ورځ د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسين کمپاین پیل شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت مسوولانو ویلي، دوه ولایتونو کې د ناامنۍ له کبله د پولیو ضد واکسين کمپاین نه دی پیل شوی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام