Asset 1SWN

ننګرهار کې د انعکاس خصوصي ټلويزون خبرياله ملالۍ میوند ووژل شوه

 

د ننګرهار محلي مسوولان وايي، نن سهار د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې ناپېژاندو وسله‌والو د یوه سیمه‌ییز ټلويزون خبریاله ملالۍ میوند او د نوموړې موټر‌چلوونکی په ډزو وژلي دي.

د ننکرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، دا پېښه شاوخوا ۷بجې د «عربانو ګولايي» سيمه کې شوې ده.

تر اوسه پورې د دې پېښې مسوولیت کوم چا یا وسله‌والې ډلې نه دی منلی.

ملاله میوند د انعکاس ټلويزون تر څنګ په نورو رسنیو کې هم د کار مخينه لرله او همداراز يې ټولنیز فعالیتونه هم کول.

د انعکاس ټلوېزیون مسوولان هم خبر ورکړی چې د دوی خبریاله ملاله میوند او موټر چلوونکی طاهر داسې مهال تر وسله‌وال برید لاندې راغلي چې دفتر ته روان وو.

د يادولو ده چې شاوخوا يوه مياشت وړاندې د هلمند مرکز لښکرګاه ښار کې د ازادۍ راډيو خبريال الياس‌ داعي په ماين چاودنه کې ووژل شو.

د روان کال لړم مياشتې په اوولسمه نېټه د طلوع نيوز ټلويزون پخوانی خبريال او د افغانستان بانک د عامه اړيکو سلاکار يما سياووش له خپلو دوه همکارانو سره په خپل موټر کې په ماين چاودنه کې ووژل شول.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
ویدیوهای مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام