Asset 1SWN

هلمند کې ماین چاودنې يو خبریال وواژه

هلمند کې د ژورنالستانو ټولنې مشر زین‌الله ستانکزی وايي، نن سهار څه باندې ۹ بجې د لښکرګاه ښار لومړۍ امنیتي حوزه کې د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي پر موټر نښلېدونکي ماین چاودنه کړې.

ستانکزي وویل، دغه چاودنه کې خبریال الیاس داعي وژل شوی او یو ورور یې په کې ټپي شوی دی.

د هلمند ځايي مسوولانو تراوسه دې برخه کې څه نه دي ویلي.

د چاودنې مسوولیت هم تراوسه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې شنبې په ورځ کابل کې د طلوع‌نیوز پخوانی خبريال یما سیاوش ورته یوې پېښه کې دوو نورو ملګرو سره ژوند دلاسه ورکړ.

همداراز تېره ورځ د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح خبرداری ورکړ چې طالبانو غواړي تر دې وروسته مدني فعالان په نښه کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
ویدیوهای مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام