ننګرهار کې چاودنې ۲ ملکيان وژلي او ۱۸ کسان يې ټپيان کړي

ننګرهار کې یوې حکومتي سرچینې وویل، نن سهار شاوخوا ۶ بجې د جلال‌اباد ښار دویمه ناحیه کې «لغمان‌هډې» سره نږدې د سړک غاړې ماین چاودنه شوې چې ۲ ملکي وګړي په کې وژل شوي او د درېیو پولیسو په ګډون ۱۸ کسان ټپيان دي.

سرچينې د نوم نه خپرولو په شرط سلام‌وطندار ته وويل، ماین یوه ګلدان کې ځای پر ځای شوی و او داسې…

د کاپیسا د علماوو شورا د رییس پر موټر ماین چاودنه کې ۵ کسان ووژل شول

د کاپيسا امنيتي مسوولان وايي، د ياد ولايت د علماوو شورا د رییس ميرويس کريمي پر موټر ماین چاودنه کې ۵ کسان وژل شوي او ۹ نور ټپيان دي.

د ياد ولايت د امنيې قومندانۍ د رسنيو د دفتر مسوول عبدالشایق شورش سلام‌وطندار ته وايي، دا پېښه نن وروسته له غرمې ۳ بجې د کاپیسا صياد سيمه کې شوې ده.

هلمند کې ماین چاودنې يو خبریال وواژه

هلمند کې د ژورنالستانو ټولنې مشر زین‌الله ستانکزی وايي، نن سهار څه باندې ۹ بجې د لښکرګاه ښار لومړۍ امنیتي حوزه کې د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي پر موټر نښلېدونکي ماین چاودنه کړې.

ستانکزي وویل، دغه چاودنه کې خبریال الیاس داعي وژل شوی او یو ورور یې په کې ټپي شوی دی.

د هلمند ځايي مسوولانو تراوسه دې برخه کې څه نه دي ویلي.