Asset 1SWN

سلام وطندار

هلمند، کندهار او هرات ولايتونو کې د سړک غاړو ماين چاودنو ۸ ملکيان وژلي

HERAT-owp7plppy82wec5huned5nh7xedrd2y8vacdg0xdas

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، د ګرشک ولسوالۍ اړوند «مهاجر بازار» سيمه کې پر ۴۰۴ ډوله مسافروړونکي موټر د سړک غاړې ماين چاودنه شوې چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵ کسان په کې وژل شوي او ۱۰ نور ټپيان دي.

له دې سره د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد هم وايي، تېره شپه د هرات ـ کندهار پر لویه‌لار د زاول ولسوالۍ «درې‌لاره» کې ۴۰۴ ډوله مسافروړونکی موټر د سړک غاړې په خښ شوي ماین برابر شوی چې ۳ کسانو په کې ژوند بایللی او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

دغه مسافروړونکی موټر له هراته کندهار ته روان و او ټپیانو کې ښځې او ماشومان شامل دي.

په ورته وخت کې د کندهار د امنيې قومندانۍ ویاند جمالناصر بارکزي ویلي، د شاه‌ولیکوټ ولسوالۍ او کندهار ښار ترمنځ سړک کې هم د ملکي وګړيو پر موټر د سړک غاړې ماین چاودنه کې ۶ کسان ټپیان شوي.

د دغو ماین چاودنو مسوولان طالبان بلل شوي، خو دې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام