Asset 1SWN

سبا به په ۲۸ ولایتونو کې سخت باران واورېږي

rain-qmjjyw5kxbbhsvfas3ry4w26apd3riz6voduy9tv2g

د سرپرست حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت د هواپېژندنې ریاست نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په ۲۸ ولایتونو کې به سخت باران وشي او له کبله به یې سېلابونه هم راووځي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د دغه ریاست په وینا، یاد باران به سبا یکشنبه د سالنګونو په ګډون، په بدخشان، تخار، کندوز، بلخ، سمنګان، بغلان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، پروان، پنجشېر، کاپیسا، کابل، میدان‌ وردګ، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، دایکندي، بامیان، سرپل، زابل، روزګان، کندهار، هلمند او غور ولایتونو کې وشي.

د هواپېژندنې ریاست په بېلابېلو برخو کې د باران کچه له ۱۵ تر ۵۰ ملي مټرو پورې اټکل کړې ده.

یاد ریاست په شمالي، شمال‌لوېدیځو، سوېلي، لوېدیځو، سوېل‌لوېدیځو او مرکزي ولایتونو کې د سخت باد لګېدو اټکل هم کړی دی.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یادونې ده چې یوشمېر ولایتونه په وروستیو څو ورځو کې د سختو بارانونو او سېلابونو راوتلو شاهدان وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام