سبا به په ۲۸ ولایتونو کې سخت باران واورېږي د سرپرست حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت د هواپېژندنې ریاست نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په ۲۸ ولایتونو کې به سخت باران وشي او له کبله به یې سېلابونه هم راووځي.
د هوا پېژندنې ریاست په اتو ولایتونو کې د باران او واورې اورېدو خبر ورکوي د افغانستان د هوا پېژندنې ریاست نن او سبا په اتو ولایتونو کې د باران او واورې اورېدو وړاندوینه کړې ده. د هوا پېژندنې رییس محمدنسیم مرادي نن (د لیندۍ شلمه، د دوشنبې ورځ) سلاموطندار ته ویلي چې نن او سبا به په بدخشان، تخار، کندوز، بغلان، پروان، پنجشېر او نورستان تر څنګ په سالنګونو کې هم باران او واوره واورېږي.