Asset 1SWN

د هوا پېژندنې ریاست په اتو ولایتونو کې د باران او واورې اورېدو خبر ورکوي

Snow-in-Afghanistan-q0u48isvt9d11u81x55qxeeqbdlqayyrec9kvv1d3c

د افغانستان د هوا پېژندنې ریاست نن او سبا په اتو ولایتونو کې د باران او واورې اورېدو وړاندوینه کړې ده. د هوا پېژندنې رییس محمدنسیم مرادي نن (د لیندۍ شلمه، د دوشنبې ورځ) سلام‌وطندار ته ویلي چې نن او سبا به په بدخشان، تخار، کندوز، بغلان، پروان، پنجشېر او نورستان تر څنګ په سالنګونو کې هم باران او واوره واورېږي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د نوموړي په وینا، د یادو ولایتونو په بېلابېلو برخو کې د باران کچه له ۱۰ تر ۲۵ ملي‌متره او د واورې اورېدو کچه هم له ۱۰ تر ۳۰ سانتي‌متره پورې اټکل شوې ده.  هغه زیاتوي چې د بدخشان په واخان کې د ډېرې واورې اورېدو اټکل شوی او په نورو ولایتونو کې به کم او زیاته وي.

په همدې حال کې د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت سرپرست محمدخالد حنفي د دغه وزارت اړوند ټولو ولایتي ریاستونو ته سپارښتنه کړې، څو له خلکو وغواړي چې درې ورځې د باران غوښتنې لمنځونه وکړي.

د دغه وزارت د مسوولانو په خبره، نوموړي لارښوونه کړې چې د سه‌شنبې، چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو دې د ولایتونو او ولسوالیو په مرکزونو کې د باران غوښتلو لمنځونه وشي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یادونې ده چې وچکالۍ له تېرو څلورو کلونو راهیسې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د خلکو پر کښتونو سیوری غوړولی او حاصلات یې کم کړي دي. ‎

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام