Asset 1SWN

د کابل‌-‌جلال‌اباد لویې لارې د تړل کېدو دوام؛ مسوولان: د پرانېستلو لپاره یې هڅې کوو

10631142_983289551722647_603733351789223023_o-qcxj3shn7z1lhjuzvvltigd8tm1qny2gslre8wtfgo

د کابل-جلال‌اباد لویه لاره کابل له څلورو ختیځو ولایتونو او همدارنګه افغانستان له پېښور او د پاکستان له کراچۍ بندر سره نښلوي. دا لویه لاره تېره اوونۍ د غره په ښویېدو سره وتړل شوه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په داسې حال کې چې یاده لویه لاره لا هم تړلې، خو د کابل د والي ویاند رحیم‌الله ساجد د دوشنبې په ورځ سلام‌وطندار ته وویل چې د یادې لارې پر پاکولو تېز کار روان دی. د نوموړي په وینا، د کابل‌-‌جلال‌اباد لویې لارې تر بیا رغونې پورې د تګاب لاره د مسافروړونکو موټرو لپاره د بدیلې لارې په توګه غوره شوې ده.

په ورته وخت کې د ختیځو ولایتونو یوشمېر اوسېدونکي وايي، د کابل-جلال‌اباد د لویې لارې د بدیلې سړک د خرابوالي له امله د ټرافیکي پېښو د ډېرېدو احتمال شته. دوی غوښتنه کوي چې تړل شوې لاره دې ژرترژره د مسافرو او باروړونکو موټرو لپاره پرانېستل شي. د لغمان او ننګرهار اوسېدونکو یاسمین او بلال په دې اړه سلام‌وطندار ته ویلي:

«پر دې لاره دوړې ډېرې دي او ښايي هغه مسافر چې پرې تګ‌راتګ کوي، ناروغان شي. دا لاره ظرفیت نه لري او کېدای شي د ټرافیکي پېښو لامل شي.»

«زه د لته‌بند پر لاره راغلم؛ ډېره خرابه لاره وه او د موټرو د ماشین خرابوالي لامل کېږي. باید ژرترژره د کابل‌‌-‌جلال‌اباد لویه لاره پرانېستل شي؛ ځکه خلک ډېرې ستونزې لري.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د يادونې ده چې د روانې اوونۍ د يکشنبې په ورځ هم د کابل‌–‌جلال‌اباد پر لویې لارې د سروبي ولسوالي په اړوند سیمه کې یوه ټرافیکي پېښه وشوه چې له کبله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون، ۱۴ کسان مړه او څلور نور ټپیان شول.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام