Asset 1SWN

لغمان کې ټرافیکي پېښې یو کس مړ او پنځه نور ټپیان کړي

رویداد-ترافیکی-در-لغمان-q7jzwq6t52nkaojn1yh47rs8d5aei7rr1i0itgqruw

د لغمان د امنیې قومانداني مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله یو کس مړ شوی او پنځه نور ټپیان دي.

د لغمان د امنیې قومانداني د ټرافیکو مدیر حبیب‌الله مبارز سلام‌وطندار ته ویلي چې دا پېښه نن (د غبرګولي شپاړلسمه، د سه‌شنبې ورځ) د کابل‌-‌جلال‌اباد پر لویې لارې شوې ده. د نوموړي په وینا، په دې پېښه کې یوې کرولا له مازدا ډوله موټر سره تکړ دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاتوي چې په دې ټرافیکي پېښه کې د کرولا موټرچلوونکی مړ شوی او د یوې ښځې او درې ماشومانو په ګډون، پنځه کسان ټپیان شوي دي. ټول ټپیان د یوې کورنۍ غړي دي.

حبیب‌الله مبارز د دې پېښې لامل د موټرچلوونکو بې‌غوري بولي او په وینا یې، د لغمان د امنیې قومانداني د ټرافیکو مدیریت مسوولان سیمې ته رسېدلي دي.

نوموړی زیاتوي چې د دې ټرافیکي پېښې یو مړی او پنځه ټپیان یې د ننګرهار حوزوي روغتون ته لېږدولي او په وینا یې، روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې یې ټرافیکي پېښې زیاتې شوي او مسوولانو یې لامل د سړکونو خرابوالی او د موټرچلوونکو بې‌غوري بللې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام