Asset 1SWN

کابل کې ۶۴۰زره لوړپوړیزې ودانۍ د هوا د ککړتیا اصلي لامل دي

air-pollution-in-Kabul-3-pzs7gycj3ny5x4kfrr3gvkw4p8ukwi1n3nmnhmwj9k

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسوولان سلام‌وطندار ته وايي چې کابل کې څه باندې ۶۴۰زره ناپلان شوې لوړپوړې ودانۍ شتون لري چې د ژمي په موسم کې د ډبرو له سکرو او نورو نامعیاري توکو څخه د ګرمولو لپاره استفاده کوي چې پلازمېنه کې د هوا د ککړتیا اصلي لامل دي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د تفتیش او کنټرول ریاست سرپرست محمدبصیر امین وايي، د کابل ښار بېلابېلو سیمو کې ۶۴۴زره رهایشي ودانۍ د ډبرو له سکرو استفاده کوي چې تر ډېره یې د پلازمېنې هوا ککړه کړې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي وویل: «تراوسه ۹۰سلنه لوړپوړیزې ودانۍ کابل کې د تصفیې ماشینونه لګولي او د لوګي تولیدونکو نقلیه وسایطو ستونزه نه وه او ستونزه د فابریکو او د هغو کورونو ده چې د غونډیو شاوخوا جوړ شوي دي. د چاپېریال ساتنې اداره او کابل ښاروالي نشي کولای چې پر دوی کنټرول ولري.»

په ورته مهال کابل کې ډاکټران وايي چې لوګی او توړې د هوا د ککړتیا او تنفسي ناروغیو له لومړیو لاملونو څخه دي. د کابل وزیرمحمد اکبر خان روغتون کې د داخلې څانګې متخصص ډاکټر سیدفرید وايي، دې ورځو کې له ۶۰ تر ۷۰سلنه تنفسي ناروغان دوی ته مراجعه کوي.

هغه وویل: «له هرو لسو ناروغانو څخه چې موږ ته مراجعه کوي، لږ تر لږه ۷ ناروغان یې پر تنفسي ناروغیو اخته وي چې د هوا ککړتیا له دي. له بې‌کیفیته سوند توکو او هوا ککړتیا کولای شي، تنفسي سېسټم تخریب کړي چې دومداره کېدل یې د ناروغۍ د پراختیا لامل کېږي او د التهابي، انتاني او نورو سرطاني ناروغیو لامل ګرځي.»

بل‌خوا د چاپېریال ساتنې کارپوه باسط رحماني د ارزانه او دومداره برښنا نشتون، د سوند توکو لوړې بیې، کمزوری اقتصاد، د کابل جغرافیايي جوړښت او د نفوسو زیاتوالی د پلازمېنې د هوا  ککړتیا له اصلي لاملونو څخه بولي.

هغه وویل: «کابل ښار د توپوګرافي له اړخه یوې کاسې ته ورته دی. کله چې د هوا ککړتیا ټولېږي، له بده مرغه چې دلته کمېږي او د ککړې هوا وتل او تخلیه کمه ده.»

په همدې حال کې د کابل ښاروالي وايي چې پر یادو ودانیو څار د دوی کاري پروګرام کې شتون نه‌لري. د کابل ښاروالي ویاند نعمت‌الله باکرزي وویل: «کابل ښاروالي دنده لري له هغو ودانیو څارنه وکړي چې مرکز ګرمي سېسټم لري، حمامونه او کارخانې چې د تصفیې ماشینونه ولګوي، خو هغه کورونه چې د ډبرو سکاره کاروي، د څار مسوولیت لري.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې کابل په ۲۰۲۱ کال کې د نړۍ په ککړو ښارونو کې راغلی دی. که څه هم د عامې روغتیا وزارت روان کال د ککړې هوا له امله پر تنفسي ناروغیو د اخته کسانو او له امله د مړینې شمېرې نه دي په ډاګه کړي، خو ۱۳۹۹ کال کې نږدې ۵۰۰۰ کسان د ککړې هوا له کبله له بېلابېلو ناروغیو مړه شوي وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام