Asset 1SWN

کابل ښاریان له ککړې هوا سر ټکوي

air-pollution-in-Kabul-5

یوشمېر کابل ښاریان وايي چې د ښار هوا ډېره ککړه شوې او دوی یې نه یوازې پر بېلابېلو ناروغیو اخته کړي، بلکې د ژوند چارې یې هم له خنډ او ځنډ سره مخ کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دوی پر اسلامي امارت نیوکه کوي چې د ژمي له راتګ مخکې یې د هوا ککړتیا د مخنیوي لپاره تدابیر نه‌دي نیولي او په خبره یې، بې‌غوري یې کړې ده.

د کابل اوسېدونکی بشیر حیدري وايي: «ژمي کې هوا ډېره ککړېږي؛ ځکه د خلکو اقتصادي وضعیت جوړ نه دی، پلاسټيکونه او د ډبرو سکاره کاروي او دا د هوا ککړتیا د ډېرېدو لامل کېږي. دغه راز، کال کې ټرانسپورټي وسایط ډېر دي چې هوا ککړوي.»

هغه زیاتوي چې ککړه هوا د انسان سلامتیا زیانمنوي او ماشومان ترې ډېر اغېزمنېږي.

د کابل یو بل اوسېدونکی سلیمان هم وايي: «ژمي کې هوا ډېره ککړېږي، ماښام دودونه او ککړه هوا نوره هم ډېرېږي؛ پلاسټیکي توکي او د ډبرو سکاره کارېږي، لرګي نه کارېږي؛ ځکه د خلکو اقتصاد کمزوری دی.»

په همدې حال کې د کابل ښار یوه اوسېدونکې فرشته رحماني بیا نیوکه کوي چې حکومت د هوا د ککړتیا مخنیوي لپاره ځانګړی پلان نه لري.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړې زیاتوي: «اوس افغانستان کې د اوبو او هوا برخه کې ډېرې ستونزې دي، د افغانستان هوا ډېره ککړه شوې. دا ځکه چې د خلکو اقتصادي وضعیت ښه نه دی؛ نو د ډبرو سکاره، کاغذ او نور پلاسټیکي توکي کاروي چې دا ټول د هوا ککړتیا لامل کېږي. خبرونو کې چې ګورو، کوم ځانګړی پلان نشته. زما په اند، که یې پلان لرلی، مخه به یې نیولې وه.»

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسوولان هم وايي، سره له دې چې د ژمي له راتګ مخکې یې د هوا ککړتیا د مخنیوي لپاره ښه پلان درلود، خو په وینا یې، د نورو اړوندو ادارو د بې‌غورۍ او ناکارۍ له امله و نه توانېدل چې دغه پلان سم پلی کړي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د څارنې او پلټنې رییس بصیر امین سلام‌وطندار ته ویلي: «ځینې ادارې خپلې ستونزې لري. د لېږد رالېږد وسایطو برخه کې ټرانسپورټ وزارت خپلې ستونزې لري، منظم ټرانسپورټي سېسټم نه لرو. برښنا خپلې ستونزې لري، هېواد کې ۲۴ ساعته برښنا نه لرو. همدارنګه، د ودانیو د فلټرونو نه لرلو ستونزه، د برښنا نشتون او د خلکو بې‌غوري یې هم لامل دی.»

د چاپېریال ساتنې برخې کارپوهان هم وايي، د هوا ککړتیا د انسان تدریجي مړینه ده چې د خلکو ژوند ګواښي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام