Asset 1SWN

ژمی او د کابل ککړه هوا؛ مسوولان: د تنفسي ناروغیو کچه ۹۰ سلنه لوړه شوې

_115758701__110351404_gettyimages-1085702008-594x594

د اندراګاندي روغتون مسوولان وايي، ککړې هوا په دې وروستیو کې پر تنفسي ناروغیو د کابل ښاریانو، په تېره ماشومانو د اخته کېدو کچه لوړه کړې ده.

د دغه روغتون د تنفسي څانګې مسوول سیف‌الله عباسین سلام‌وطندار ته ویلي: «د مني په پای او د ژمي په پیل کې د ککړې هوا له کبله د ماشومانو د ناروغۍ او مړینې کچه لوړېږي او موږ وینو چې پر ناروغیو د ماشومانو د اخته کېدو او د هغوی د مړینې کچه ۹۰ سلنه لوړه شوې ده.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د کابل اوسېدونکی رفېع‌الله ښار کې د هوا ککړېدو په اړه شکایت کوي او وايي: «د هوا ککړتیا د هر کال په ژمي کې د ډېرو ستونزو لامل کېږي او د ورځې په پرتله د ماښام خوا ته ډېرېږي. لوړپوړې ودانۍ د دود د چاڼ دستګاه پرته د ډبرو سکاره کاروي او دا هوا ککړوي.»

د کابل یو بل اوسېدونکی پیمان محمدي هم وايي چې هر کال د هوا په سړېدو سره، کابل کې د ککړې هوا کچه ډېرېږي او خلک پر بېلابېلو ناروغیو اخته کوي.

په همدې حال کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د ککړې هوا د کنټرول سرپرست انجینر نصیر وايي: «د اقلیمي بدلونونو طبیعي لاملونه، د افغانستان جغرافیايي موقعیت، د ټیټ کیفیت لرونکو تېلو کارول او د ډېری استوګنیزو کورونو له لوري له چاڼ پرته د ډبرو سکرو کارول د هوا د ککړتیا لامل شوي دي.»

خو کابل ښاروالي بیا وايي چې د چاپېریال ساتنې او ککړې هوا د کنټرول لپاره یې درې میاشتې مخکې تدابیر نیولي دي. د کابل ښاروالي استازي نعمت‌الله بارکزي سلام‌وطندار ته ویلي:

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

«د کابل ښاروالي یوه دنده د ککړې هوا مخنیوی دی او په دې اړه له درې میاشتو مخکې راهیسې ځینې تدابیر په پام کې نیول شوي. د دې ادارې ګرځنده ډلې په جدي ډول هغه استوګنیز کورونه او حمامونه څاري چې د ډبرو سکاره کاروي.»

د هوا په سړېدو سره په خپل سر د ډبرو سکرو، لرګیو او نورو دودلرونکو توکو کارېدو او دغه راز، د حکومت نه پام لامل شوی چې هر کال د ژمي په را رسېدو سره د کابل هوا ککړه شي او له کبله یې زرګونه کسان، په تېره ماشومان تر روغتونونو ورسېږي او یوشمېر یې خپل ژوند هم له لاسه ورکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام