ژمی او د کابل ککړه هوا؛ مسوولان: د تنفسي ناروغیو کچه ۹۰ سلنه لوړه شوې

د اندراګاندي روغتون د تنفسي څانګې مسوول سیف‌الله عباسین وايي، د کابل ککړې هوا په دې وروستیو کې پر تنفسي ناروغیو د خلکو د اخته کېدو کچه لوړه کړې ده.
هغه سلام‌وطندار ته ویلي: «د مني په پای او د ژمي په پیل کې د ککړې هوا له کبله د ماشومانو د ناروغۍ او مړینې کچه لوړېږي. اوس د ماشومانو د ناروغېدو او مړینې کچه ۹۰ سلنه لوړه شوې ده.»

د کابل چاپیریال ساتنې ریاست: سږنی ژمی به ښاریانو ته ګواښوونکی وي

په هېواد کې د ژمي په رارسېدو سره د کابل ښار ګڼ‌شمېر اوسېدونکي د خپلو کورونو تودولو لپاره له بې‌کیفیته سوند توکو لکه د ډبرو سکاره، پلاستیک، ربړ او نورو توکو څخه استفاده کوي چې له امله یې د پلازمېنې کابل د هوا د ککړتیا لامل کېږي. د کابل د چاپیریال ساتنې ریاست مسوولان د روان کال ژمی په هېواد کې تر ټولو ګواښوونکی بولي.