د ژمي په رارسېدو سره د کابل ښار ګڼ‌شمېر اوسېدونکي د خپلو کورونو تودولو لپاره له بې‌کیفیته سوند توکو لکه د ډبرو سکاره، پلاستیک، ربړ او نورو توکو څخه استفاده کوي چې له امله یې د پلازمېنې کابل د هوا د ککړتیا لامل کېږي.

د کابل د چاپیریال ساتنې ریاست مسوولان د یاد وضعیت څخه د اندېښنې په څرګندولو سره، د روان کال ژمی په هېواد کې تر ټولو ګواښوونکی بولي. د کابل د چاپیریال ساتنې ریاست د اطلاعاتو او عامه پوهاوي مسلکي غړی عمر مختار اورکزی سلام‌وطندار ته وايي، «هېواد کې روان وضعیت ته په کتو، داسې ګواښوونکی ژمی پر وړاندې لرو چې ستونزه یې نه‌شي اټکل کېدای.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

اورکزی ټينګار کوي چې د هوا ککړتیا څخه د مخنیوي لپاره یو لړ پروګرامونه ترلاس لاندې لري او ډېر ژر به یې کار پیل کړي. نوموړي زیاته کړه، «د روان کال سلواغې میاشتې راهیسې د کابل ښار د هوا د ککړتیا د مخنیوي لپاره مو پر پلان کار کاوه، خو په هېواد کې د تحولاتو له امله، بریالي نه شو چې پلي یې کړو.»

په همدې حال کې د کابل ښار یو‌شمېر اوسېدونکي د پلازمېنې کابل د ککړې هوا له ډېروالي څخه اندېښنه څرګندوي او وايي چې خلک په خراب اقتصادي وضعیت کې دي او اړ دي چې د خپلو کورونو د تودوخې لپاره له بې‌کیفیته سوند توکو څخه کار واخلي. دوی د کابل ښاروالۍ له چارواکو غوښتنه کوي چې د سوند توکو د بیو او د ښار د هوا ککړتیا په برخه کې خپل څار زیات کړي او جدي پام ورته وکړي.

په همدې حال کې د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت‌الله بارکزی د بې‌کیفیته سوند توکو او ککړې هوا څخه د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، «د کابل ښاروالۍ له تېرو دوو میاشتو راهیسې د پلازمېنې د هوا ککړتیا د مخنیوي په پار خپلې هڅې پیل کړې دي چې په دې لړ کې نږدې ۱۰۰ حمامونه د بې‌کیفیته سوند توکو د کارونې له امله تړل شوي او همداراز نږدې ۱۶۰۷لوړې‌پوړې ودانۍ سروې شوي چې څه باندې ۱۱۰۰ یې مرکز ګرمي لري او خبرداری ورکړل شوی چې په ژمي کې د هوا چاڼ/ تصفیې اله ولګول شي. که څوک له دغه خبرداری سرغړونه وکړي، قانوني چلن به ورسره وشي.»

په ورته مهال بارکزی زیاتوي چې د کابل ښار د هوا ککړتیا څخه د مخنیوي لپاره یو لړ پروګرامونه ترلاس لاندې لري چې د ودانیو او حمامونو ارزونه او څار پکې شاملېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې کابل ښار له مودو راهیسې د هوا ککړتیا له ګواښ سره مخ دی، خو سږکال له دې امله دغه ستونزه په ګواښ بدله شوې چې هېوا‌د‌وال باکیفیته سوند توکو ته لاس‌رسی نه لري او په ناوړه اقتصادي وضعیت کې دي، دوی اړ دي چې د خپلو کورونو د تودولو لپاره له بې‌کیفیته سوند توکو څخه استفاده وکړي چې له امله به یې د ښار هوا هم ورسره ککړه شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام