هېواد کې د ملکیانو په ځانګړې توګه د لمونځکوونکو پر وړاندې د ناامنیود، بریدونو او چاودنو په دوام پرون کابل یوځل بیا د چاودنې شاهد وو. دا چاودنه داسې مهال وشوه چې خلک د کابل ښار څلورمې امنیتي حوزې د  ټرافیک څلورلاري ته نږدې د «حضرت زکریا» په جامع جومات کې د ماښام لمونځ پر ادا کولو بوخت وو.

کابل ښاریان د اندېښنې په څرګندولو سره پر اسلامي امارت نیوکه کوي او وايي، ان جماعت کې هم امنیت نه لري. د عمریه مدرسې زده‌کوونکی روح الله وايي، دغه پېښه کې د دوې استاد هم وژل شوی دی. دی پر اسلامي امارت نیوکه کوي چې نه غواړي د خلکو امنیت تامین کړي. روح‌الله وایي چې اسلامي امارت د خلکو د امنیت په تامین کې پاتې راغلی.

د پېښې بل شاهد فرشاد سلام‌وطندار ته وايي چې په هېواد کې د ملکیانو او بې‌ګناه خلکو وژل دوام لري او اسلامي امارت یې باید مخه ونیسي. هغه زیاتوي: «…دا وژل یواځې پر هزاره او تاجک نه بلکې دا وضعیت پر ټولو افغانانو روان دی.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د پېښې شاهدان وايي، یوه کس دوه ورځې مخکې د جماعت لپاره یوه پکه راوړې وه او پرون ماښام لومړی پکې  څخه اور پورته شو او وروسته چاودنه وشوه. نوراحمد چې د چاودنې پرمهال جماعت کې وو وايي، د فرض لمونځ ادا کولو وروسته د دعا پر مهال چاودنه وشوه. د پېښې بل شاهد حسیب‌الله سلام‌وطندار ته وایي، سره له چې پېښې څخه یوه ورځ تېره شوې، خو غوږونو کې یې اوس هم وحشتناک غږ دی.

د عمریه مدرسې بل زده‌کوونکی عبدالرحمان چې د بغلان له تاله‌اوبرفک ولسوالي څخه د زده‌کړو لپاره کابل ته راغلی، په دې پېښه کې یې خپل استاد او درې ملګري له لاسه ورکړي. دي

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کابل د امنیې قومنداني ویاند خالد ځدران ټویټر کې لیکلي چې چاودنه کې ۶ کسان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دي. دا په داسې حال کې ده چې پرون د مزارشریف ښار د پنځمې او لسمې ناحیو اړوند سیمو کې هم درې پرله‌پسې چاودنې وشوې چې ۹ کسان پکې ووژل شو او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

په مزار شریف کې د دغو چاودنو مسوولیت اسلامي دولت ډلې یا داعش منلی. د پېښې ټول قربانیان ملکي وګړي دي. د یاودنې وړ ده چې د اسلامي امارت ویاندویان د خلکو د امنیت نه‌تامینولو د څرنګوالي په اړه خبرو ته حاضر نه شوو.

د یادونې وړ ده چې په  وروستیو میاشتو کې کابل، هرات، بلخ، کندوز او کندهار ولایتونو کې پرله‌پسې چاودنې کېږي او د ناامنیو پېښې زیاتې شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام