د بلخ د امنیې قومنداني ویاند محمداصف وزیري وایي چې د مزارشریف ښار د پنځمې او لسمې امنیتي حوزو اړوند سیمو کې د درېیو پرله‌پسې چاودنو له امله ۹ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

د بلخ د امنیې قومنداني د ویاند په وینا، لومړۍ چاودنه د مزارشریف ښار په پنځمه امنیي حوزه کې او دوه نورې پرله‌پسې چاودنې د دغه ښار په لسمه ناحیه کې شوي چې د دغو چاودنو قربانیان ټول ملکي وګړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دا چاودنې پر درېیو فلانکوچ او ټونس ډوله مسافر وړونکو موټرو شوې دي. په همدې حال کې د پېښې شاهدان او د سیمې اوسېدوونکي وایي چې د دې پېښې د مرګ ژوبلې شمېر ډېر دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د دغو چاودنو مسوولیت تراوسه کوم کس یا ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام