د ۱۴۰۳ کال پیل؛ د مزارشریف اوسېدونکي: د تېر کال ګڼه‌ګوڼه نشته

د بلخ د مرکز مزارشریف ښار اوسېدونکي وايي چې د ۱۴۰۳ لمریز کال لومړۍ ورځ یې د تېرو دوو کلونو په څېر د جنډې له پورته کولو پرته پیل کړې ده.
دوی وايي، روژه او د نوروز پر نمانځنې د سرپرست حکومت بندیز د خلکو د ګڼه‌ګوڼې کموالی لامل شوی او په وینا یې، سږ کال دا ورځ یې د عادي ورځو په څېر تېره کړې ده.

بلخ کې د ډبرو سکرو د بیې دوه‌برابره کېدو په اړه د خلکو شکایت

د بلخ د مرکز مزارشریف ښار یوشمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د ډبرو سکرو د بیې لوړېدو په اړه شکایت کوي او وايي، سږ کال د سون‌توکو بیې د تېر هغه په پرتله دوه‌ برابره شوې دي.
دوی وايي، له څه باندې یو کال راهیسې د خلکو اقتصادي وضعیت خراب شوی او په وینا یې، سږ کال هوا هم ژر سړه شوې او ښايي سخت ژمی تجربه کړي.

د مزارشریف ښار تر دروازو د طالبانو رسېدو په اړه د خلکو اندېښنې

طالبانو په تېرو اوو ورځو کې د بلخ اووه ولسوالۍ ونیولې او پرون د مزارشریف ښار دروازو ته په رسېدو سره د ښار د سقوط او د طالبانو دورې ته د ورګرځېدو په اړه د خلکو اندېښنې زیاتې شوې دي.
د مزارشریف ښار په دروازو کې د لنډې مودې لپاره د طالب جنګیالیو حضور لامل شو چې د دغه ښار اوسېدونکي خوندي ځای ته د ځان رسولو په فکر کې شي.