Asset 1SWN

د ۱۴۰۳ کال پیل؛ د مزارشریف اوسېدونکي: د تېر کال ګڼه‌ګوڼه نشته

بببببببب

د بلخ د مرکز مزارشریف ښار اوسېدونکي وايي چې د ۱۴۰۳ لمریز کال لومړۍ ورځ یې د تېرو دوو کلونو په څېر د جنډې له پورته کولو پرته پیل کړې ده.

دوی وايي، روژه او د نوروز پر نمانځنې د سرپرست حکومت بندیز د خلکو د ګڼه‌ګوڼې کموالی لامل شوی او په وینا یې، سږ کال دا ورځ یې د عادي ورځو په څېر تېره کړې ده. د مزارشریف ښار اوسېدونکي عیسی‌ خان او فرشته وايي:

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

«په تېرو کلونو کې به خلک له ولایتونو څخه د نوروز جشن نمانځلو لپاره مزارشریف ته راتلل، خو اوس هېڅوک نشته. موږ هېڅ مېلمه نه لرو؛ ټول پر خپلو ورځنیو چارو بوخت دي.»

«موږ به مخکې د نوي کال لپاره چمتووالی نیوه؛ ځکه تل به له کابله مېلمانه راتلل، خو سږ کال روژه ده، جشن هم حرام بلل شوی او د تېر په څېر هېڅ ګڼه‌ګوڼه نشته.»

په همدې حال کې د ځینو مسافرخونو مسوولان هم وايي چې سږ کال له ولایت څخه بهر مېلمانه نه‌دي ورغلي او په خبره یې، په تېرو کلونو کې به یې پر دې ورځو ښه ګټه کوله.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

افغانان هر کال نوی کال د جنډې په پورته کولو، د سمنک په پخولو، هفت مېوې په تیارولو او د کوژدنې کور ته د ډالیو او مېوو په وړلو او مېله‌ځایونو ته په تګ سره نمانځي.

د یادونې ده چې پخوا به هر کال به په مزارشریف ښار کې د نوروز په ورځ جنډه پورته کېدله، خو د ا.ا په واکمنېدو سره دغه جشن نه نمانځل کېږي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام