Asset 1SWN

بلخ کې د بې‌ځایه شویو هیلې؛ بې‌ځایه شوی ماشوم: غواړم ډاکټر شم

Screenshot_20230715-115608_MX Player

د بلخ مرکز مزارشریف ښار اړوند «شهرنو» سیمه کې سلګونه بې‌ځایه شوې کورنۍ چې د دوبي روانې ګرمۍ کې تر خېمو لاندې ژوند کوي، وايي، حکومت او مرستندویه‌ بنسټونو تراوسه ورسره هېڅ‌راز مرسته نه ده کړې.

دوی پر حکومت او مرستندویه بنسټونو د نیوکې ترڅنګ وايي چې د ژوند لومړنیو خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري او کړاو کې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یادو بې‌ځایه شویو کورنیو په وینا، اړینو روغتیايي، ښوونیزو، کاري فرصتونو او بشري‌ مرستو ته اړتیا لري.

یوه بې‌ځایه شوي الله‌داد سلام‌وطندار ته وویل: «له لوږې سره کېږي، خو له تندې سره نه‌کېږي، له تندې سره ستونزو کې یوو، که وغواړو چې اوبه په پیسو واخلو نشو یې اخیستلی.»

په ورته مهال یوشمېر نور بې‌ځایه شوي هم وايي چې لویه ستونزه یې د اوبو ده او په وینا یې، کلینیک او جومات هم نه‌لري. یوه بې‌ځایه شوي غفار وویل: «موږ ته باید پام وشي.»

خو هغه څه چې دغه بې‌ځایه شوې کورنۍ یې اندېښمنې کړي، ماشومانو ته د زده‌کړو زمینې نشتون دی. کوچنی رازمحمد چې له خپلې بې‌ځایه شوې کورنۍ سره ژوند کوي، وايي، غواړي ډاکټر شي. د نوموړي په وینا، حکومت دې باید د هغه دې ارمان پوره کولو لپاره ده او نورو ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړي.

رازمحمد وویل: «غواړم ښوونځي ته لاړ شم او زده‌کړې وکړم او راتلونکې کې ډاکټر شم، څو خپلو خلکو ته خدمت وکړم.»

په همدې حال کې د بلخ د کډوالو ریاست مسوولان وايي، دوی هڅه کوي چې خپلو سیمو ته د بې‌ځایه شویو د بېرته ستنېدو زمینه برابره کړي.

د بلخ د کډوالو رییس اسدالله وفا سلام‌وطندار ته وویل چې یو‌شمېر بې‌ځایه شوې کورنۍ یې خپلو مېنو ته ستنې کړي او د پاتیو بې‌ځایه شویو د ستنېدو هڅې روانې دي.

نوموړي وویل: «بلخ شمال زون کې یو ستر ولایت دی او د جګړې له امله زرګونه کورنۍ بې‌ځایه شوي. موږ د دې ترڅنګ چې بې‌ځایه شویو کورنیو سره مرستې کوو، هڅه کوو چې دوی خپلو سیمو ته بېرته ستنې کړو.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د بلخ د کډوالو چارو ریاست د معلوماتو پربنسټ، دا مهال مزارشریف ښار کې شاوخوا ۳۰زره بې‌ځایه شوې کورنۍ ژوند کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام