یو‌شمېر کابل ښاریان وايي چې په دې وروستیو کې دغه ښار کې یو کلي او بې‌ اسناده موټر زیات شوي چې د خلکو اندېښنې یې هم راپارولي دي.

 دوی زیاتوي چې دغه موټر تر ډېره د اسلامي امارت پورې تړلو کسانو له لوري چلول کېږي چې ټرافیکي قوانین نه مراعتوي او ښار کې د ګڼې ګوڼې لامل هم شوي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د پلازمېنې اوسېدونکي د اسلامي امارت له مسوولانو غواړي چې د دغه کار مخه دې ونیسي او ښار کې دې د یو کلي او بې اسناده موټرو تګ راتګ بند کړي.

د کابل ښار اوسېدونکي ذبېح‌ سلام‌وطندار ته وویل چې دغه موټر د اسلامي امارت غړي چلوي، خو عام خلک حتا خپل شخصي موټر هم په اسانه نه‌شي چلولی.

په ورته مهال د کابل ښار یو بل اوسېدونکی احمدرشاد بیا وايي چې د انسان تښتونې، وسله‌والو غلاو او نور جرمونه د یو کلي او بې اسناده موټرو په وسیله کېږي.

بل‌خوا د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي بیا سلام‌وطندار ته د اسلامي امارت له غړیو سره د یو کلي او بې اسناده موټرو موضوع نه تاییدوي او نه یې هم ردوي، خو وايي چې اسلامي امارت هڅه کوي، څو یو کلي او بې‌ اسناده موټرو ته د تګ راتګ اجازه ورنه کړي.

بلال کریمي همداراز زیاته کړه چې ښار کې د بې‌ اسناده موټرو تګ راتګ ناقانونه دی او اسلامي امارت په دې اړه د یوې طرحې پر جوړولو لګیا دی.

په ورته مهال د کابل ټرافیکو ریاست مرستیال تمیم احمد عصمتي بیا وايي چې د یو کلي او بې اسنادو موټرو د ثبت او د اسنادو د وېش په موخه طرحه تصویب شوې او دېر ژر به په دې برخه کې عملي ګامونه پورته شي.

د سلام‌وطندار پښتو برخه دلته وڅارئ

د کابل د ټرافیکو عمومي مدیریت د معلوماتو له مخې کابل ښار کې دا مهال شاوخوا ۸۰۰زره سند لرونکي موټر تګ‌راتګ کوي. دا په داسې مهال ده چې له دې وړاندې د مالیې وزارت مسوولانو د ۳۰زره او ۲۲۰ یو کلي او بې اسنادو موټرو له ثبت خبر ورکړی و.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام