Asset 1SWN

پاکستان کې مېشت افغان کډوال: نړیواله ټولنه دې زموږ ملاتړ وکړي

343c22c4ad5ccd3fbd993c0f3f65488de88bcea8

په پاکستان کې یوشمېر افغان کډوال اندېښنې ښيي چې له یوې خوا یې د ویزو موده پوره شوې او بله‌خوا یې دغه هېواد نه ورته نوې کوي، خو پولیس یې بیا هڅه کوي چې ویې نیسي.

پاکستان کې مېشت افغان خبریال سمېع‌الرحمان رحماني وايي، د پاکستان پولیسو په وروستیو ورځو کې ګڼ‌شمېر افغانان نیولي او د نورو د نیولو هڅه هم کوي. د نوموړي په وینا، د پاکستان د هغو کسانو ویزې چې موده یې پوره شوې، بیا نه نوې کوي او له کبله یې افغان کډوال له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په همدې حال کې یو بل افغان خبریال ظاهر څراغ چې په پاکستان کې اوسېږي وايي، د پاکستان حکومت افغان کډوالو ته د روان زېږدیز کال د ډسمبر میاشتې تر پایه وخت ورکړی چې له هېواده یې ووځي.

څراغ اندېښنه ښيي چې که پاکستان دغه کار وکړي، ګڼ‌شمېر هغه کسان چې د ګواښونو له امله یې افغانستان پريښی، ژوند به یې له ګواښ سره مخامخ شي. هغه وايي، پاکستان داسې افغانان هم بېرته افغانستان ته لېږلي چې کورنۍ یې په دغه هېواد کې پاتې دي.

پاکستان کې افغان کډوال له نړیوالې ټولنې غواړي چې د دوی غږ واوري او پر پاکستان فشار راوړي، څو د کډوالۍ قانون او نورو نړیوالو میثاقونو له مخې ورسره چلن وکړي.

دوی غوښتنه کوي چې ملګري ملتونه، امریکا، اروپايي او نور هېوادونه باید لاس په‌کار شي، څو په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو برخلیک روښانه او یادو هېوادونو ته ولاړ شي.

خو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل له سلام‌وطندار سره په مرکه کې ډاډ ورکړی چې پاکستان کې افغان سفارت هڅه کوي، څو هلته د مېشتو افغان کډوالو ستونزې حل کړي.

په همدې حال کې د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وايي، تر اوسه یې په پاکستان کې د افغان سفارت په هڅو ۴۰۰ افغان کډوال چې له پاکستاني پولیسو سره بندیان وو، راخوشې کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

که څه هم د پاکستان په بندخونو کې د افغان کډوالو کره شمېر نه‌دی معلوم، خو پخواني ولسمشر حامد کرزي څه موده وړاندې ویلي و چې پاکستاني پولیسو په دې وروستیو کې شاوخوا ۱۱۰۰ افغان کډوال چې د کار یا اوسېدو په موخه دغه هېواد ته تللي وو، نیولي دي.

د یادونې ده چې هېواد کې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته سلګونه زره افغانان له هېواده ووتل او ډېری یې پاکستان او ایران ته په دې موخه ولاړ چې له هغه ځایه امریکا، اروپايي او یوشمېر نورو هېوادونو ته ولاړ شي، خو ګڼ‌شمېر یې لا هم په یادو هېوادونو کې د انتظار شپې او ورځې تېروي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام