په پاکستان کې د روانو تاوتريخجنو اعتراضونو په لړ کې، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن د غويي شلمه، د چهارشنبې ورځ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره په دغه هېواد کې پر ښکېلو لوریو غږ کړی چې له زغم څخه کار واخلي او د تفاهم لاره غوره کړي. د بهرنیو چارو وزارت په پاکستان کې د روان کړکېچن وضعیت په اړه خواشیني هم ښودلې ده.
په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې افغانستان د پاکستان سیاسي ثبات د دغه هېواد د وګړو او د سیمې لپاره مهم بولي او هلته د روان ناوړه وضعیت د ښکېلو خواوو ترمنځ د تفاهم هیله لري.
د خبرپاڼې له مخې، د بهرنيو چارو وزارت په پاکستان کې د افغانستان سفارت او قونسلګريو ته لارښوونه کړې، څو په دغه هېواد کې د مېشتو افغانانو د خونديتوب لپاره اړين ګامونه اوچت کړي.
پاکستاني پولیسو پرون د مې په نهمه، د سهشنبې ورځ د دغه هېواد پخوانی لومړی وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمرانخان په اسلاماباد کې له یوې محکمې را واېست او له ځان سره یې یووړ.
د عمرانخان پلویانو د پولیسو د دغه اقدام په غبرګون کې د پاکستان د پلازمېنې اسلاماباد په ګډون، په پېښور، لاهور، کویټې، فیصلاباد او کراچۍ کې له تاوتریخوالي ډکو اعتراضونو ته مخه کړې او د خپرو شویو ویډیوګانو له مخې، ګڼشمېر دولتي بنسټونو، ودانیو او موټرو ته یې اورونه اچولي دي.