Asset 1SWN

پاکستان کې لاریونونه؛ پېښور کې د ښوونیزو مرکزونو د تړل‌کېدو امر شوی

SEI_148700264-c599

د پاکستان د پولیسو له‌خوا د دغه هېواد د مخکیني لومړي وزیر عمران‌خان تر نیولو وروسته د نوموړي پلویانو پراخ لاریونونه پیل کړي چې له پولیسو سره په اخ‌ او‌ ډب کې د ځینو لاریون کوونکو د وژل‌کېدو خبرونه هم ورکړل شوي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو پر بنسټ، عمران‌خان پرون سه‌شنبه د مې نهمه د اسلام‌اباد سترې محکمه کې د دغه هېواد د پولیسو له‌خوا د درغلیو په تور نیول شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي له نیول‌کېدو وروسته د عمران‌خان په مشري د تحریک انصاف ګوند په ملاتړ زرګونه کسان لارو او کوڅو ته ووتل او د دغه هېواد د پوځ پرضد یې شعارونه ورکړل.

اعتراض کوونکو په بېلابېلو ښارونو کې پر پوځي ودانیو بریدونه کړي او ښیښې او دروازې یې ورماتې کړې دي. دوی د عمران‌خان د خوشې‌کېدو غوښتنه کوي.

بل‌خوا د خېبريښتونخوا چارواکو د روان وضعیت له امله د ښوونیزو مرکزونو د تړل‌کېدو امر کړی. د رسنیو د راپورونو له مخې، خېبرپښتونخوا کې د روانې میلادي میاشتې تر ۱۳مې نېټې د ټولو ښوونیزو مرکزونو د تړل‌کېدو اعلان شوی دی.

چارواکو ویلي چې دغه ایالت کې به د ښوونځیو او نورو ښوونیزو مرکزونو ازموینې هم ځنډېدلې وې.

په ورته مهال د اسلام‌اباد سترې محکمې بیا ویلي چې عمران‌‌خان یې د قانون پر بنسټ نیولی دی، خو د تحریک انصاف ګوند چارواکو بیا دغه کار حیرانوونکی بللی دی. د تحریک انصاف ګوند غړي فواد چوهدري رسنیو ته ویلي چې د عمران‌خان نیول، غیرقانوني دي او پر وړاندې به یې خپل غږ پورته کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې د عمران‌خان په مشري د تحریک انصاف ګوند نن هم په دغه هېواد کې د پراخو لاریونونو اعلان کړی دی. تراوسه د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د قهرجنو اعتراضونو پر مهال د څلور کسانو د وژل‌کېدو او لسګونه نورو د ټپي‌کېدو خبر ورکړل شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام