Asset 1SWN

پاکستان د نړیوال جام نیمه پای‌لوبې لپاره انګلستان سره لوبه کوي

aqMK08QgMq

د هند په کوربه‌توب د روان یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام نیمه پای‌لوبې ته د وتلو لپاره د پاکستان کرېکټ ملي لوبډله نن د انګلستان پر وړاندې لوبه کې معجزې ته اړتیا لري.

که څه هم کوربه هند، سوېلي افریقا او اسټرالیا نیمه پای‌لوبو ته لاره پیدا کړې، خو پاکستان بیا داسې لوبې ته اړتیا لري چې له نیوزیلنډ یې رنزرېټ ښه او پای‌لوبې ته ووځي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نیوزیلنډ کرېکټ ملي لوبډله دا مهال د جدول په څلورم ځای کې شتون لري. که پاکستان غواړي له نیوزیلنډ وړاندې شي، نو نننۍ لوبه کې باید انګلستان ته په څه باندې ۲۸۰ منډو او بالونو ماته ورکړي.

همداراز که انګلستان لومړی توپوهنه کوي، نو د دې لوبډلې هر ډول هدف باید په شاوخوا څلورو اورونو کې ترلاسه کړي.

ټاکل شوې چې دغه سیالي نن له غرمې وروسته ۱:۰۰ بجه د کلکتې اېډن ګارنز لوبغالي کې ترسره شي.

پاکستان له انګلستان سره په کړیو وروستیو پنځو یو ورځنیو لوبو کې یوازې یو ځل دې لوبډلې ته ماته ورکړې او پاتې لوبې یې بایللې دي.

پاکستان د روان یو ورځنیو سیالیو د نړیوال جام په جدول کې پنځم ځای او اته امتیازه لري. انګلستان بیا له افغانستان ښکته اووم ځای کې دی او دې نړیوال جام کې یې له اتو سیالیو یوازې دوه ګټلې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بېګاه د یادو سیالیو په لړ کې افغانستان خپله وروستۍ لوبه انګلستان ته وبایلله. افغان لوبډلې روان نړیوال جام کې څلور لوبې وګټلې او پځمه یې وبایللې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام