Asset 1SWN

افغانستان نن بنګلدېش سره دویمه شل اووره لوبه کوي

364005

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله نن د کوربه بنګلدېش د کرېکټ ملي لوبډلې سره دویمه او وروستۍ شل اووره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن ۴:۳۰ بجې د بنګلدېش سېلحېټ نړیوال کرېکټ لوبغالي کې پیل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې په لومړۍ شل اووره لوبه کې له بنګلدېش کرېکټ ملي لوبډلې ماته خوړلې ده. کوربه بنګلدېش به هڅه کوي چې نننۍ لوبه کې هم بریا خپله کړي او ورسره د دوو شل اووره سیالیو لوبلړۍ په خپل نوم کړي.

خو د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله به نننۍ لوبه کې تر ډېره هڅه وکړي چې بنګلدېش ته ماته ورکړي او د شل اووره سیالیو لوبلړۍ په مساوي توګه پای ته ورسوي.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې په خپلو وروستیو پنځو شل اووره نړیوالو سیالیو کې درې ګټلي او دوه یې بایللي دي. د بنګلدېش کرېکټ ملي لوبډلې بیا خپلو وروستیو پنځو نړیوالو لوبو کې یوازې یوه لوبه بایللې او څلور یې ګټلی دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

افغانستان له دې وړاندې له کوربه بنګلدېش لوبډلې د درېوو یو ورځنیو لوبو لوبلړۍ ۲-۱ ګټلې او بنګلدېش به هڅه کوي چې د شل اووره لوبلړۍ وګټي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام